د حامد افغان لیکنی

څه شی ښارونه ورانوي؟

دلچسپه تمثیلي کیسه     د طوطیانو یوه جوړه پر یوه وران او کنډواله ښار تېریدله، د ځان دمه کولو لپاره هلته یوه ونه کې کېناستل، طوطۍ طوطي ته وویل: دا ښار به ولې دومره سخت وران شوی یي؟ طوطي ورته وویل: چرته به کونګ دلته تېر شوی یې، د هغه سپېره له سپېرتوبه به دا ښار وران شوی یي! طوطۍ حیرانه پاتې شوه چې کونګ دومره سپېره دی!     د طوطیانو جوړه چې الوتله هلته یوه کونګ پرې ناره کړه چې تلی نه شئ، نن زما مېلمانه یئ، تاسې مسافر یئ، بې مېلمستیا مو کله پرېږدم، لنډه به یې کوو، کونګ مسافر طوطیان مېلمانه کړل، په ډېره مینه او احترام یې د هغو مېلمه پالنه وکړه، سهار یې چې هغوی رخصتول کونګ طوطۍ له لاسه ونیوله، ورته کړه یې: خیرت دی ته چرته ځې؟! ...
نور ولوله

پاچا او ګیدړان

   پخوا میراتي پاچایانو کې به یو نیم سخت کم عقل راوخوت، نو کیسې خو د عامو کم عقلانو هم نادرې یې بیا چې پاچا کم عقل شي نو کیسې یې لا نادرې او پسې مشهورې هم شي، له دې جملې یو هم دا زموږ د ګیدړانو د پاچا نادره کیسه ده، چې هم دلچسپه او خوږه ده او هم د هر واکمن او مشر لپاره طنزیه ټونګره او پټاخه ده.    کیسه کا پخوا زمانه یو پاچا و، یو ماخوستن یې چټي د ګیدړانو شور او انګولا ته پام واوښت؛ سمدستې یې وزیر باتدبیر راوغوښت او پوښتنه یې ورنه وکړه چې دا ګیدړان ولې دومره سختې نارې سورې وهي! د دې څه وجه ده؟ چالاک وزیر ورته وویل: پاچا صیب دا خواران سخت وږي دي، د خوراک او څښاک څه نه لري او دا نارې سورې له لوږې او تندې وهي.    پاچا دستې امر وکړ...
نور ولوله

مینې او سولې ته کار

مینې، محبت او نږدېکت ته هڅوونکې کرښې    بوډا خیاط خپل لمسي ته خیاطي ورزده کوله، یوه جوړ جامه یې مخته پر دړه وغوړوله، خپله قیمتي بیاتې یې راواخیستله او جامه یې له ټاکلي ناف سره سمه ټوټه ټوټه کړه، وروسته یې بیاتې لاندې د پښو خواته وغورځوله، ستن یې راواخیستله د جامې په ګڼډلو یې پیل وکړ.    د ګڼډلو پر مهال به چې د جامې برابرولو ته اړتیا شوه بوډا خیاط به ستن پخپله زړه خولۍ کې وټومبله، کله به یې چې د جامو سکښت لپاره بیاتې وکاروله هغه به یې لاندې وغورځوله. لمسی د نیکه کړنې ته نفس تنګی شو، نو ورته ویې ویل: بابا جانه! دومره قیمتي بیاتې پر ځمکه وغورځوې او ارزان بیه ستن بره ټوپۍ کې وټومبې! دا بې انصافي او نامناسب کار نه دی؟! ...
نور ولوله

زموږ نرګسي مزاجونه

   یوه ورځ چرته روان وم، موټر مې پخپله چلوو، زه به چې کله په ورو روان موټر تېر شوم، له ځان سره به مې وویل: دې سست او تنبل ته ګوره، تګ داسې یي! خو که به کوم تېز موټر زما نه مخته شو، له ځان سره به مې وویل: دې چرسي او بېلارې ته وګوره، څومره خطرناک تګ کوي! موږ هر یو ځان بېلګه او نمونه ګڼو او په دې فکر یو چې ټول دې زموږ تقلید او زموږ پر پله پل ږدي.که زموږ نه زیاتی وکړي هغه افراطي بولو او که زموږ نه کم شي د هغه کړنې تفریط بولو.     که څوک زموږ په څېر لګښت کوي، هغه منځلاری او سخي بولو، که څوک زموږ نه زیات لګښت وکړي هغه مبذر او بدخرڅه بولو او که څوک زموږ نه کم لګښت کوي؛ هغه بخیل او د کنجوس زوی یادوو. څوک چې زموږ غوندې جرأت لري؛ هغه هوښیار بولو او چې زموږ نه زیات او کم شي ...
نور ولوله

خلک لکه اوښان

    حدیث کې راغلي، رسول الله ﷺ فرمایي: خلک لکه سل اوښان، چې د بار اوښ په اساني سره نه شې په کې موندلی. عن ابن عمر رضي الله عنهما مرفوعاً: إنما الناس كالإبل المئة لا تكاد تجد فيها راحلةً. رواه البخاري ومسلم     امام القرطبي رحمه الله وایي: دا یو ډول تمثیل دی، خلکو کې سخي سړی، هغه چې د خلکو پېټي ورسره وړي، غمونو او ستونزو کې مرستې ورسره کوي؛ دومره کم او نادر پیدا کېږي لکه ډېرو اوښانو کې چې د بار اوښ کم پیدا کېږي. [فتح الباري 335/11]     د رسول الله ﷺ د دې قیمتي لارښوونې موخه دا ده چې خلکو سره په تعامل او چلند کې باید انسان ډېر محتاط واوسي، ځکه خلکو کې ګڼ شمېر کمزورۍ دي. د دې بر عکس ځینې صوفیان او په پوهه غاره یاران دې دا فکر نه کوي چې&n...
نور ولوله

د سلمان الفارسي او ابو الدرداء کیسه

     رسول الله ﷺ سلمان الفارسي او ابو الدرداء رضي الله عنهما سره وروڼه کړل، یوه ورځ سلمان د ابو الدرداء کره ورغی، د هغه مېرمن أم الدرداء رضي الله عنها یې په زړو جامو او بېخونده حالت کې ولیدله، (دا مهال لا حجاب نه و فرض شوی) سلمان هغې ته وویل: ولې په داسې بېخونده حالت کې یې؟ هغې ورته وویل: ستا ورور ابو الدرداء له دنیا سره مینه او اړیکه نه لري.      لیږ ځنډ وروسته ابو الدرداء رضي الله عنه راغی، نو سلمان ته یې ډوډۍ برابره کړه، مخته یې ورته کېښودله، ورته ویې ویل: ته یې خوره زما روژه ده، خو سلمان ورته وویل: چې ته یې راسره ونه خورې زه یې نه خورم، نو هغه هم ورسره وخوړله.     ماخوستن چې څملاستل ابو الدرداء ول...
نور ولوله

زه او ښایستو

      د ځواني ټولې هيلې مې په یوه ښایستو پوري تړلې وې، که یې ترلاسه کړم نو ګواکې ټوله دنیا زما شوه، د خدای کړه و ټوله دنیا زما شوه، ځکه هغه ښایستو زما شوه. څه موده وروسته زما او ښايستو وږیو ذهنونو ته بله او مهمه هیله را ننوتله، لکه پخوا یوګونې چوپتيا کړولو دا مهال مو دوه ګونې چوپتيا ماتول مهمه هیله وګرځيدله او له الله نه مو خواږه ماشومان غوښتل، مهربانه څښتن هغه هم راولورول، لنډه دا چې کور مې هم جوړ شو او شور هم په کې پیدا شو.       اوس نو موږ څو ژوندي سري وو، خپل خوراک او څښاک ته مو اړتیا وه، هیله مې دا شوه چې ځان ته کار او کتار برابر کړم او د خپلې ګولې درک پخپله وکړم، د دې هيلې په ترلاسه کولو پسي مې هم ډېرې منډې ترړې وکړې او الحمد لله پید...
نور ولوله

د خلکو هڅوني لپاره ښه کار ښکاره کول

     ځینې خلک وایي موږ د خیر کارونه د خلکو د هڅونې لپاره په ډاګه او ښکاره کوو، دوی ته باید وویل شي چې د خلکو د هڅونې لپاره د خیر کار په ښکاره کولو لپاره شریعت یو اصل ټاکلی، هغه داسې که څوک کولی شي د عمل ښکاره کولو په وخت ځان له ریاکاري ساتلی شي او زړه یې ډاډه وي چې دا عمل یې خاص د الله لپاره دی؛ نو ده ته اجازه شته چې د خلکو د هڅونې لپاره د خیر کار ښکاره وکړي.     او که یو څوک له ریاکاري ځان نه شي ساتلی، که د خیر کار ښکاره کړي په ریا د اخته کیدلو خطره یې وي؛ د داسې انسان لپاره لازمه ده چې د خیر کار یا کوم عبادت پټ وکړی. او د خلکو هڅونې په نیت یې ښکاره نه کړي، ځکه د ریا په صورت کې ښه عمل ختمیږي او الله تعالی په غوسه کیږي، نو څوک چې عقل لري هغه د خلکو د هڅو...
نور ولوله

ځینې خلک ولې لمنځونه نه کوي؟

    یو ملګری وایي یوه ورځ چې صنف ته د اسلامیاتو ښوونکی راننوت، د درس په پیل کې یې له شاګردانو پوښتنه وکړه چې ستاسو له نظره کوم خلک لمنځونه نه کوي؟ یوه شاګرد په معصومانه لهجه ورته وویل: کوم خلک چې مړه شوي دي؛ هغوی لمنځونه نه کوي. بل شاګرد په شرمندوکې لهجه ورته وویل: د چا چې لمنځونه نه دې زده؛ هغوی لمنځونه نه کوي.     دریم شاګرد خپل ځای کې ولاړ شو، ول استاد هغه خلک لمنځونه نه کوي چې مسلمان نه دي. په دې توګه یوه بل شاګرد وویل: کوم خلک چې کافران دي؛ هغوی لمنځونه نه کوي. په دې ترتیب پینځم شاګرد وویل: کوم خلک چې له الله تعالی څخه نه وېریږي؛ هغوی لمنځونه نه کوي. ټولو شاګردانو په دې توګه مختلف ځوابونه ورکړل.    ملګری زیاتوي:...
نور ولوله

الجزائر کې د قران یادولو طریقه

د زیتون له ونې یې لوحه یا دړه جوړه کړې یي، له نی نه یې چوبي قلم جوړ کړی وي او د مېږو وړۍ یې سوې یي د هغو له ایرو نه د رنګ کار اخلي. دړه په خټو ککړه کړي، استاد یو مخ قران شاګرد ته ووایي، هغه یې له عثماني رسم سره ولیکي، غلطۍ یې استاد ورته اصلاح کړي، ماشوم دا پر دړه لیکلی یو مخ قران 100 ځله تلاوت کړي! بیا یې ماشومان په ګډه څو ځله تلاوت کوي. د یادولو وړ ده چې دا دړه د قران حافظ ته زښته زیاته ګرانه یي. ...
نور ولوله

پر امام شافعي د تهمت کیسه

     یو وخت امام الشافعي رحمه الله د خپلوشاګردانوپه منځ کې ناست و، یوه ځوانه مېرمن ورته راغله او ورته ویې ویل : اې د شپې زاني او د ورځې واعظ شیخه ...!      د امام شاګردان هک حیران شول چې دا څه کیسه ده! امام الشافعي خپلو شاګردانو ته وویل : ما د خورما په څېر وشمېرئ، چی د کار شی یې خوړل کیژي او بېکاره یې غورځول کیژي . د امام د شاګردانو حیرانتیا اوغوسه زیاتیدله، په دې وخت کې یوکس راغی اوښځې ته یې وویل چې کور دې اور واخیست . امام رحمه الله سره له شاګردانو ټول د ښځې د کور پر لور روان شول . هلته چې ورغلل د ښڅې واړه زامن په اور کې ایسار وو . امام الشافعي پخپله د اور له منځه ماشومان را وایستل اوخبره په خیر ختمه شوه . په دې سره ښځې د خلکو په منځ کې اعتراف وکړ...
نور ولوله

د دکتور المشرقي او سر جامس مجلس

د الله تعالی د جلال او عظمت یادونې     دکتور عنایت الله المشرقي* روایت_کا: د کال: 1909م کومه ورځ وه، شړقنده باران وریده، د څه کار لپاره له کوره ووتلم، چې د فلکیاتو وتلی ماهر او د کامبرج پوهنتون استاد سر جامس جینز * (James Hopwood Jeans) مې ولید، انجیل او چترۍ یې تخرګ کې نیولي و او کلیسا ته روان و!     دکتور المشرقي زیاتوي: زه ورنږدې شوم او سلام مې ورته وکړ، خو هغه ځواب رانه کړ! بیا مې چې سلام پرې وکړ راته کړه یې: وایه! څه رانه غواړې؟ مال ښاغلیه! غواړم دوه پوښتنې درنه وکړم، یوه دا چې په دا سخت باران کې دې چترۍ ولې په تخرګ کې نیولې ده؟! هغه موسکی شو، دستې یې چترۍ خلاصه کړه او پر سر یې ونیوله. &...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک