د حامد افغان لیکنی
فاطمې ته د رسول الله ﷺ پټې خبرې
عائشه رضي الله عنها وایي: د رسول الله ﷺ خواته د هغه ټولې مېرمنې رایوځای شوې وې، یوه یې هم پاتې نه وه، چې فاطمة راغله، هغې کټمټ د خپل پلار په څېر تګ کاوه، رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: پخیر راغلې، زما خوږې لورې، نو هغه یې ښي که چپ لور ته کېنوله.
وروسته یې فاطمې ته په غوږ کې پټه خبره وکړه، نو هغې وژړل او بیا یې چې پټه خبره ورته وکړه هغې وخندل! عائشه وایي: ما هغې ته وویل: رسول الله ﷺ تا ته پټه خبره وکړه او تا وژړل؟ کله چې هغه ولاړه شوه ما ورته وویل: هغه پټه خبره ما ته وکړه، رسول الله څه درته وویل؟ فاطمې راته وویل: زه نه شم کولی د رسول الله ﷺ راز درته ووایم.
کله چې رسول الله ﷺ وفات شو، فاطمې ته مې وویل: پر ...
نور ولوله
ابو بکر صدیق او له حرامو ځان ساتنه
عائشه رضي الله عنها وایي د ابو بکر رضي الله عنه یو غلام و او هغه ته به یې خوراکي توکي راوړل، هر ځل به چې هغه خوراکي شیان ورته راوړل ابو بکر به تر هغو نه خوړل څو به یې د ترلاسه کولو په اړه پوښتلی نه و. یوه ورځ یې څه شی ورته راوړل، هغه له پوښتنې مخکې وخوړل، غلام ورته وویل: ته پوهیږې دا مې له کومه ترلاسه کړي و؟ هغه ورته وویل: له کومه دې ترلاسه کړي و؟ غلام ورته وویل:
د جاهلیت زمانه کې مې یوه سړي نه په دوکه څه شی ګټلي و او راکړي یې نه و، نن مې هغه ولید او رایې کړه، له هغه نه مې دا شی تا ته راوړ چې دا اوس دې وخوړل. ابوبکر ورته وویل: نږدې ده چې ته به مې هلاک کړې، نو خولې ته یې ګوتې دننه کړې او څه یې چې خوړلي و ټول یې قَی کړل!
&nbs...
نور ولوله
غریبانو سره مینه
عروة بن الزببر رحمه الله د مشهور صحابي حواري الرسول (د رسول الله خاص او نږدې ملګري) الزبیر بن العوام رضي الله عنه؛ زوی و، ده په مدینه منوره کې داسې باغ درلود چې د مدینې له سترو باغونو ګڼل کیده. هغه پر خپل باغ دیوال راتاو کړی و، چې له څارویو او ماشومانو یې وساتي.
کله به چې د خورماؤ د پختن وخت راورسید او پوره به پخې او خوږې شوې، په لیدو به یې د خلکو خولو کې ناړې زیاتیدلې، نو عروة بن الزبیر رحمه الله به راولاړ شو او د باغ دیوال به یې څو ځایه مات او د خلکو لپاره به یې دروازې او لارې په کې جوړې کړې، څو خلک په اساني سره ورننوتلی او مېوې ورنه خوړلی شي!
پخپله عروة به چې کله خپل باغ ته ننوت دا ایت به یې له ځانه سره زمزمه...
نور ولوله
د عمر بن عبد العزیز لوړ همتي
عمر بن عبد العزیز رحمه الله ته د هغه غلام مزاحم د ده د اولاد په اړه وویل چې هغوی به ستا له مرګه وروسته هیڅ نه لري، ځکه تا هغوی ته هیڅ شی نه دې پرې ایښي، هغوی به اینده کې له لوږي او خورا سخت ژوند سره مخامخ شي، هغه ورته وویل: مزاحمه! ما ته الله له مینې او شوقه ډک زړه راکړی دی، چې دنیا کې کوم شی ترلاسه کړم تر هغه لوړ شي ته مې زړه کې هیلې وټوکیږي. او غواړم هغه هم ترلاسه کړم.
عمر زیاته کړه: ماشومتوب کې مې علومو سره مینه وه، لکه حدیث او د عربي علوم، هغه مې چې څومره غوښتل ترلاسه مې کړل، بیا مې امارت ترلاسه کولو ته شوق پیدا شو او د مدینې امیر وټاکل شوم، امارت کې مې ښو جامو، ارزښتناکو عطرونو او د دنیا نورو ښکلاوو سره مینه وه هغه مې دومره تر لاسه ک...
نور ولوله
د عمر رضي الله عنه مهرباني
د عمر بن الخطاب رضي الله عنه غلام اسلم روایت_کا چې یو وخت مدینې منورې ته د یوه ډله تاجرانو کورنۍ راغلې او د عیدګاه خواته یې واړول. عمر عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه ته وویل: راځه نن شپه پر دوی پیره وکړو او هغه ورسره ومنله، دوی دواړو پر هغوی پیره کوله او د هغوی څنګ ته یې یو ځای د شپې عبادت او لمنځونه هم کول.
د شپې یوه برخه کې عمر د ماشوم ژړا واوریدله او ورغی، د ماشوم مور ته یې وویل: له الله وویریږه! او ماشوم سره دې ښه چلند کوه! هغه بېرته خپل ځای ته ولاړ، لیږ ځنډ وروسته یې بیا د ماشوم ژړا واوریدله، عمر بیا ورغی او د ماشوم مور ته یې هماغه خبر وکړه او بېرته خپل ځای ته ولاړ.
د شپې...
نور ولوله
د توبې په اړه شيخ محمد الغزالي کيسه
شیخ محمد الغزالي رحمه الله لیکي:
یوه شرابي ته مې وویل: الله ته توبه نه کاږئ؟ هغه په عاجزي سره ماته وکتل، سترګې یې اوښلنې شوې .. راته کړه یې: دعا راته کوه..
وروسته مې د سړي په حالت فکر کاوه.. زړه مې نرم شو.. مال دا ژړا یې پخپله کمزوري کوله او په ګناه خپه و .. هغه غواړي ځان اصلاح کړي .. یقینا هغه په حقه مومن دی.. هغه ازمویښت کې راګير و له هغه نه د وتلو کوښښ کوي او زما نه یې هم مرسته وغوښتله …
ځان ته مې فکر سو .. مال زما حالت دې سړي ته ورته دی، یا شاید له ده نه بدتر حالت کې یم.. دا صحي ده چې ما شراب نه دې څښلي .. ځکه زه چې کومه کورنۍ کې ژوند کوم هغوی شراب نه څښي .. خو کیدی شي ما د غفلت داسې شراب وهلي وي چې له دې شرابي ن...
نور ولوله
د رسول الله ﷺ د دفن کیسه!
سالم بن عبید الأشجعي رضي الله عنه روایت کوي چې هغوی (صحابه و) ابو بکر صدیق رضي الله عنه (د رسول الله ﷺ د وفات پر مهال) وپوښتی چې اې د رسول الله ملګریه! ایا رسول الله ﷺ به هم دفن کېږي؟! هغه ورته وویل: هوکې، هغوی وویل: چرته؟ ابو بکر وویل: هغه ځای کې چرته چې الله د هغه روح اخیستې ده، ځکه الله د هغه روح خامخا په پاک ځای کې اخلي.
عن سالم بن عُبيد الأشجعي رضي الله عنه ، قال : قالوا لأبي بكرٍ الصديقِ رضي الله عنه : يا صاحب رسول الله أيُدفن رسول الله ﷺ؟! قال : نعم ، قالوا : أين؟ قال : في المكان الذي قبض اللهُ فيه روحَه ، فإن الله لم يقبض روحَه إلا في مكانٍ طيِّب. رواه الترمذي في الشمائل بإسناد صحيح
د حدیث ګټې:...
نور ولوله
بښنه وغواړئ
شیطان به وویل: یا ربه! ستا په عزت قسم کوم، تر څو چې ستا بندګان ژوندي یې زه به یې بېلارې کوم او ګمراه کوم. رب او څښتن ورته وویل: زما پخپل عزت او لویي قسم، تر څو چې دوی زما نه بښنه غواړي زه به هر وخت بښنه ورته کوم.
عن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه مرفوعاً: إن الشيطانَ قال: وعزِّتِكَ يا ربِّ، لا أَبرَحُ أُغوي عِبادَكَ ما دامتْ أَرْواحُهم في أَجْسادِهم، قال الرَّبُّ: وعزَّتي وجَلالي، لا أَزالُ أَغفِرُ لهم ما استَغْفَروني. التخريج : أخرجه أحمد (11237) واللفظ له، وأبو يعلى (1399)، والطبراني في المعجم الأوسط (8788)
یعني الله تعالی په قسم سره وایي چې څوک زما نه هر وخت بښنه وغواړي زه به خامخا بښنه ورته کوم! م...
نور ولوله
د لویانو چوپتیا
محمد بن واسع الازدي (وفاة: 123هـ) رحمه الله ستر امام، مجاهد او تابعي و، یوه ورځ د خراسان والي قتيبة بن مسلم رحمه الله ته په داسې حالت کې ورغی چې د وړۍو چپنه یې اغوستې وه، قتیبة ورته وویل: دا جامې دې ولې اغوستې دي؟ هغه چوپ ناست و! قتیبة ورته وویل: زه درته غږیږم ته ځواب نه راکوې؟! محمد ورته وویل: دا خوند نه راکوي چې درته ووایم د زهد له امله، ځکه دا د ځان پاکونه او ستاینه ده او که درته ووایم چې د غریبي له امله مې د وړۍو چپنه اغوستې ده؛ دا د الله نه شکایت غوندې کیږي. نو ستا د خبرې ځواب چوپتیا ده. العقد الفريد لابن عبدربه
اوریدلي مې دي چې د کوزې پښتونخوا، صوابۍ ولسوالۍ، زروبۍ سیمې مشهور عالم، مفتي محمد فرید رحمه الله نه به که چا د مرض په حالت کې د مرض پوښ...
نور ولوله
هر لمانځه ته اودس
انس بن مالک رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ به هر لمانځه ته اودس کوه. راوي زیاتوي: ما انس ته وویل: تاسو (صحابه و) به څنګه کول؟ هغه وویل: زموږ به چې څو اودس نه و مات شوی تر هغه مو اودس کفایت کوه. یعني موږ په یوه اوداسه څو لمنځونه کول. عن أنس بن مالك رضي الله عنه، قال : كان النبي ﷺ يتوضأ عند كل صلاة، قلت : كيف كنتم تصنعون ؟ قال : يجزئ أحدنا الوضوء ما لم يُحْدث. رواه البخاري 214
شارحین لیکي دا د رسول الله ﷺ عادت و، ځیني وایي اکثره به یې داسې کول، امام الطحاوي رحمه الله وایي: غالباً هر لمانځه ته اودس کول په رسول الله واجب و، بیا د مکې د فتحې په ورځ دا وجوب ختم شو او په هغه ورځ یې په یوه اوداسه څو لمنځونه وکړل. په هر صورت هر لمانځه ته اودس ښه او د ثواب کار ده. د ...
نور ولوله
د ختم نبوت عقیده
مولانا شمس الحق افغاني رحمه الله نه یوه قادیاني قاضي پوښتنه وکړه چې نبوت څه شی دی؟ هغه ورته وویل: نبوت هغه ستر مقام دی چې د الله چا ته خوښه شي ورکوي یې، قادیاني ورته وویل چې مولانا کله چې نبوت دومره غوره شی او لوړ مقام دی نو دا باید او عام کړل شي.
په دې سره مولانا افغاني رحمه الله له جیب نه د سلو روپیو نوټ ورته راوایست او ویې ویل چې دا نوټ څنګه شی دی؟! هغه مهال سل روپۍ خورا لوی مبلغ و، نو قادیاني ورته وویل: مولانا دا زیات شی او لوی مبلغ ده. مولانا افغاني ورته وویل چې دا لوی او غوره شی دی نو راځه چې عام یې کړو، زه به هم یوه ټاپه تیاره کړم، جعلي نوټونه به جوړوم او عام به یې کړم.
 ...
نور ولوله
د غافل زړه دعا
رسول الله ﷺ فرمایي: په داسې توګه دعا کوئ چې د قبلیدا یقین مو وي. او پوه شئ، بې شکه الله د غافل او بې پروا زړه دعا نه قبلوي. قال النبي ﷺ: ادعوا الله وأنتم موقنون بالاجابة، واعلموا أن ﷲ لا يستجيب دعاء من قلب غافل لاه. رواه الترمذي واحمد
علامة المناوي رحمه الله وایي: دعا کې بیداري، د زړه ویښتیا او توجه د دعا قبلیدا مهم شرط دی. امام الرازي رحمه الله وایي: د ټول امت په دې اتفاق ده چې د ژبې هغه دعا چې د زړه غوښتنه په کې نه یي بې اغېزې او چندان ګټه نه لري. فیض القدیر للمناوي
الله دې رحم وکړي، زموږ اکثرو دعاګانې غافلانه وي، په خوله معلومې دعاګانې وایو او زړونه مو په نورو اندېښنو بوخت یي. د حدیث یوه بل روایت کې راغلي چې داسې دعا الله نه اوري، یعني نه یې ...
نور ولوله
