د عبد الله بن سلام مسلمانیدل
مدینه منوره کې د یهودو ستر عالم عبد الله بن سلام رضي الله عنه چې مسلمان شو، رسول الله ﷺ ته یې وویل: ته یهودو نه زما په اړه پوښتنه وکړه، رسول الله ﷺ یهودو ته وویل : تاسو کې عبد الله بن سلام څنګه سړی دی؟ هغوی وویل: زموږ تر ټولو ښه او د تر ټولو ښه سړي زوی دی او هغه زموږ تر ټولو غوره او د تر ټولو غوره سړي زوی دی، رسول الله ﷺ هغوی ته وویل : که چرته عبد الله بن سلام مسلمان شي څنګه به یې ؟! هغوی وویل: الله دې له داسې حالته وساتې، رسول الله هغوی ته بیا داسې خبرې وکړي او هغوی هماغه ځواب ورته تکرار کړ.
نو عبد الله بن سلام ورته راووت، هغوی یې مخاطب کړل او ورته ویې ویل : أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ. په دې سره یهودو وویل : دا زموږ ترټولو شریر او د تر ټولو شریر سړي زوی دی او یهودو د هغه پر خلاف نورې سپکې سپورې خبرې هم وکړې. عبد الله بن سلام وویل: یا رسول الله زه له دې وېریدم. صحیح البخاري
بلاتشبیه، دا زموږ زمانه کې هم چې څوک یوه فکري ډله کې یي هغوی ته طبعا محترم او عزتمن يي، خو چې له هغوی نه بلې ته واوړي بیا نو تر ټولو شریر او د تر ټولو شریر سړي زوی شي. الله مو دې پر خپل دین ثابت لري. تاسې راسره امین کړئ.
