No-IMG

رسول ﷲ ﷺ او کار

    جابر بن عبد الله رضي الله عنه وایي: موږ له رسول ﷲ ﷺ سره وو، د مسواک ونې مېوه مو ټولوله، نو هغه راته وفرمایل: د دې مېوې تورې دانې درشکوئ، ځکه هغه خوږې دي. موږ ورته وویل: تا مېږې پولې دي؟ هغه وفرمایل: هو، هر نبي خامخا مېږې پوولې دي. قال جابر بن عبد الله: كنا مع رسول ﷲ ﷺ نجتني الكَبَاث، فقال: عليكم بالأسود، فإنه أطيب، فقلنا: وكنت ترعى الغنم؟ قال: نعم، وهل من نبي إلا قد رعاها. صحيح ابن حبان (٣٠٩٩)

    د جابر بل روایت کې راغلي چې موږ "مر الظهران"  نومي ځای کې له هغه سره وو... مر الظهران له مکې نه د مدینې لور ته یوه کنده ده، له مکې نه تقریبا 8 کیلومیتره کې ده. کباث د مسواک د ونې (الأراک) مېوه ده، د زیتون دانو په څېر دانې یې دي، سهرایي، د غریبانو او شپنو مېوه ده. د هغې ډولونه، خوږې او ناخوږې هم شپنو ته ښې معلومېږي، کله چې رسول ﷲ ﷺ هغوی ته وفرمایل: تورې دانې یې خوږې یي؛ نو هغوی ځکه پوښتنه وکړه چې تا مېږې پوولې دي.

    له دې روایته څو مهم پیغامونه ترلاسه کولی شو، لکه د رسول ﷲ ﷺ عاجزي او خپلو ملګرو سره عادي ګرځېدل، هغوی وړو او غټو ګټو ته متوجه کول او هغوی سره ګډ کار کول. په ځانګړې توګه له روایته د شپنې فضیلت معلومېږي چې هر نبي شپنې کړې ده. (وهل من نبي إلا قد رعاها). د هر نبي په شپنې کولو کې د الله تعالی دا حکمت هم نغښتی دی چې د حیواني ټولیو له ادارې او هغو سره د ګوښېتوب له ریاضته د انساني ټولنو سیاست او ادارې ته هم لاره اسانېږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک