No-IMG

پر ځمکه ناپېژاند اسمان کې وتلي!!

    د نهاوند غزا کې چې مسلمانانو فتحه ترلاسه کړه نو السائب بن الأقرع رضي الله عنه عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته ورغی، چې په غزا کې د مجاهدینو د فتحې زېری ورکړي، عمر له هغه نه د وژل شویو او شهیدانو پوښتنه وکړه، هغه یې شمار ورته پیل کړ چې فلان او فلان مشران شهیدان شول.

    وروسته السائب بن الأقرع عمر ته وویل: او نور عام خلک شهیدان شول چې امیر المؤمنین یې نه پېژني... په دې خبره عمر بن الخطاب رضي الله عنه په ژړا شو او ویې ویل: د امیر المؤمنین نه پېژندنه هغوی ته څه ضرر رسوي؟! چې الله تعالی یې پېژني!! هغوی د شهادت ستر عزت ترلاسه کړ، د عمر پېژندنه څه کوي؟! البداية والنهاية لابن كثير. یعني پر ځمکه ناپېژاند اسمان کې وتلي او مشهور وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک