No-IMG

د عمل خلک

    ابو امامة رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ ته مې وویل: یا رسول الله! پر داسې عمل امر راته وکړه چې په هغه سره جنت ته ننوځم، هغه راته وفرمایل: روژه نیسه، روژه (دومره غوره عبادت دی) ساری نه لري. ‏عن أبي أمامة قال: قلت: يا رسول الله مُرنِي بعمل أدخل به الجنة، فقال: «عليك بالصوم، فإنه لا مِثل له»

    راوي زیاتوي له دې وروسته به د ابو امامة کره د ورځې دوګ/لوګی نه لیدل کېدی، مګر که مېلمه به ورکره راغی، کله به چې د ورځې د هغه کره دوګ ولیدل شو خلک به پوه شول چې د ابو امامة کره مېلمه راغلی! صحيح ابن حبان (١٤٦). صحابه کرام د عمل خلک وو، اوس ځینې بدبختان د هغوی پر خلاف هم خبرې کوي، چې دا اصلاً د دین پر خلاف تمهیدي او پیلیزې خبرې دي، ځکه صحابه کرام د دین ناقلین دي، الله دې ترې راضي شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک