No-IMG

زړۀ خفه دی...!

د مینې،امن زنده ګۍ پسې مې زړۀ خفه دی

چم کې کرارې،کرارۍ پسې مې زړۀ خفه دی

څۀ بې لالچه، څۀ بې تمې او خلوص نه ډکې

هغې ساده شانته یارۍ پسې مې زړۀ خفه دی

دلته د ګل،ګل ، څانګې، څانګې ځوانۍ قدر نشته

د چا ګلاب،ګلاب ځوانۍ پسې مې زړۀ خفه دی

د شنو لښتیو دواړو غاړو ته، پر پوله ناسته

د کلي،چم انډېوالۍ پسې مې زړۀ خفه دی

د ماشوموالي د مکتب، دوهمِ باء ټولګي ته

چې تلم، د مور د لاس روپۍ پسې مې زړۀ خفه دی

کال کې بۀ یو کوچني اختر ته موږ جامې کولې

ژونده! هماغې غریبۍ پسې مې زړۀ خفه دی

سپینه کوچیه ښاریه کې مې زړۀ خولې ته راشي

غرۀ او راغۀ، دښتې، کیږدۍ پسې مې زړۀ خفه دی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک