No-IMG

افغانستان...!!

ښېرې بۀ کوي ډېرو ته ضرور افغانستان

پۀ زړۀ زخمي،زخمي پۀ زړۀ رنځور افغانستان

حیران دی چې د کوم مرض علاج وکړي اول

اخته پۀ سل مرضه او نا سور افغانستان

د سوال لپه یې خپلو شتو کې بل ته وي نیولي

پۀ خپلو شتو کې بل ته وي ، مجبور افغانستان

چې بیا یې لۀ ډیلي تر اصفهان چلیږي راج

خاونده بیا کړې هاغسې باتور افغانستان

بد رنګ یې پۀ رنځور حُسن ملنډي وهي ولې؟

اوس هم پۀ خپل ښائست دی لا مغرور افغانستان

ورکړي ورته هر یؤ دي پۀ شاتو کې تل زهر

یو نۀ دی لري څو ډوله تربور افغانستان

مجبور بۀ شي او ځان سره بۀ ډېر کړي نور هلاک

اخر بۀ شي،اخر بۀ شي خونپور افغانستان

کوچیه افرین پرې، چې پرېوځي نه، ساه اخلي

له هر طرف پۀ خپلو وینو سور افغانستان

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک