بلا وهلی...
راغلی د زړۀ کور ته زړۀ نا زړۀ بلا وهلی
ستا یاد ځوانیمرګی پۀ لمر خاتۀ بلا وهلی
شېبه، شېبه دې تنده پسې نیسي،جل دې اخلي
څوک ژوند کې وي ضرور لکه؛ اوبۀ بلا وهلی
پۀ چیغو پۀ زاریو پۀ غږو نۀ را ویښیږي
قسمت بۀ مې تر څو وي ډوب، وېدۀ بلا وهلی
څوک ځېر شي، پۀ غصه شي، چې بیا ژاړې چا پسې؟
چې مات مې شي پۀ سترګو کې باڼۀ بلا وهلی
پۀ یار چې سخته راشي لکه خام نوی بندي
لۀ ډاره پۀ ځان ومني، هر څۀ بلا وهلی
لۀ ځان سره یې پټې سترګې ځکه ګرځوم
پۀ چا مې بیا ور خوږ نۀ شي ، دا زړۀ بلا وهلی
د چا د یاد شپېلۍ،رمه،کیږدۍ ورته پۀ زړۀ شي
کوچی چې یادوي هر وخت، راغۀ بلا وهلی
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
