No-IMG

ضرورت

له اخلاص ډکې دعا ته ضرورت دی

هم درمل او هم دوا ته ضرورت دی

چې د ټولو مؤمنانو سرته خیر شي

رب ته وژاړئ،ژړا ته ضرورت دی

ربه! نیک عمل لپاره راکړه عمر

ربه! ژوند ته، ربه سا ته ضرورت دی

ربه! ته په خپل کار ښه پوهیږي ربه!

ربه  دا وخت چې وبا ته ضرورت دی

سرمایه د نیکۍ مخکې له ځان لیږئ

ورته مخکې بیا سبا ته ضرورت دی

څه موده به خیر بیلتون ته فرصت ورکړو

که څه هم یار او اشنا ته ضرورت دی

دا اوس هم یو ضرورت دی چې ګوښه شو

که کارونو د دنیا ته ضرورت دی

شکر موږ داسې ټولنه کې ساه اخلو

هم ډاکټر او هم ملا ته ضرورت دی

که د ژوند تیاره کونجونه مخ ته راشي

په اسلام کې یې رڼا ته ضرورت دی

ژوند د ټوکو شی هم نه دی سپین کوچیه!

دروغ څه پکار، رښتیا ته ضرورت دی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک