جار دې شم...
خیر دی،درته لاره کې ایسار به شمه،جار دې شم
څومره چې ته وایي،انتظار به شمه،جار دې شم
دومره مې مصروف مه ساته ژونده،لږ څۀ وخت راکه
لږ د چا غمونو ته وزګار به شمه،جار دې شم
څو شېبې مې پرېږده،رانه مۀ پوښته چې څۀ چل دی
ساه اخلم سلګیو کې،کرار به شمه،جار دې شم
مورې! خیر دی درد کې ځان ته مه وایه چې مړه دې شم
مورې! چې ته نه یې خوار و زار به شمه،جار دې شم
دومره مې له پامه ګوره مۀ غورځوه،خوښه دې
ژونده! درته کله خو په کار به شمه،جار دې شم
ماته په سر توره مور دُعا کوي،یقین مې دی
بېرته په همزولو کې د شمار به شمه،جار دې شم
ته که مې اوس هم په یارۍ ستړی یې نو ووایه
خیر دی کنه ستون پر نیمه لار به شمه،جار دې شم
زه د یو آفت له ډار کوچیه چاته نه ګورم
هسې نه د چا د مینې ښکار به شمه،جار دې شم
