No-IMG

اقصیٰ ...

هغه چې ړنګ شولو بیا دا، پۀ زولنو وتړي

موصل یې وران کړو او اقصی، په زولنو وتړي

په خپل ایمان دی شي خفه، چې په دې نه وي خفه!

لومړۍ قبله چې څوک د چا، په زولنو وتړي

واا د عربو شهزادګله! وه نادانه اشنا!

ګوره حرم به هم سبا، په زولنو وتړي

آخ اسلامي غیرت نو چیرته، له تا کډه وکړه ؟!

چې مسلمان ستا په فتوا، په زولنو وتړي

آخ د صلیب په زندانو کې د مؤمنې خورکۍ

شونډو کې ( وا معتصمااا) په زولنو وتړي

ای د دنیا د زولنو، له ډاره څنګه به شي؟!

چې د قیامت په ورځ مو بیا، په زولنو وتړي !!!

کله نا کله ژوند کې داسې شیبې هم راځي چې

یو یې شهید شي، بل اشنا، په زولنو وتړي

د رب له ویرې کړه قلم سره ډیر پام کوچیه !!

شاعرې ګوتې نه چې ستا، په زولنو وتړي...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک