د نبي علیه السلام ( اصحاب رضوان الله علیهم) ته!
پر شعر د عقیدت پېرزوینې!
ملګري...!!!
هغه چې نلري اخلاقو کې بدرنګ ملګري
هغه د حُسن او غیرت پۀ ښکلا رنګ ملګري
سخت پۀ کافرو، خو پۀ خپل مینځ کې یاران د نبي
جوړ د احساس،مینې او رحم پۀ فرهنګ ملګري
بدر، أُحد، خندق او ټولو غزا ګانو کې بیا
نۀ پۀ شاه لاړل نۀ بیا وروسته شول لۀ جنګ ملګري
د دې ملګرو د قوي ایمان لۀ تابه نۀ ول
د فارس او روم او د نړۍ د هر پرنګ ملګري
هلته معیار نسب،ښکلا،قوم،شتمني نۀ وه بیا
هلته حبش، فارسي،رومي، قریش همرنګ ملګري
د زړۀ دنیا یې پرې راټوله وه، را ټول بۀ وۀ پرې
لکه صدِّیق غوندې خواږۀ او غنمرنګ ملګري
هغه چې سیوري ته د عدل یې، امت دمه شو
هغه عمر غوندې پۀ قد او قامت دنګ ملګري
چې مور راوړی پۀ سخا کې هسې زوی نۀ دی بل
هم پۀ حیا کې نازک مخي او اوبرنګ ملګري
توغ بۀ د فتحې د خیبر ، پر لوړو، پاس رپوي
چې د علي پۀ څېر د چا وي د غورځنګ ملګري
چې خوشبويي یې د اخلاقو لۀ خؤَلو څڅېده
هغه ګلاب،ګلاب، نرګس هغه لونګ ملګري
کۀ تۀ سخت زړی وی او خوږ نۀ وی پۀ ژبه باندې
نو پاڅېدلی بۀ دې خامخا لۀ څنګ ملګري
هغه حسان ابنِ ثابت او عبدالله رواحه
کااش پۀ جنت کې شي د سپین کوچي ملنګ ملګري.
آمیــن یارب!
