No-IMG

چاته څۀ! - سپين کوچی

د زړۀ مینځ کې بۀ څۀ ورکوم لاره چاته څۀ

ویلی بۀ بیا نۀ شمه لۀ ډاره چاته څۀ

ویل مې چې څهره کې دې ځان ګورمه تۀ چوپ یې

ویل یې:  چې څۀ ووایي ؛ هینداره چاته څۀ

پۀ دې ګرانه،ګرانۍ کې چې تش جیب ته سړی ګوري

نو یوسي پۀ تحفه کې لۀ دې ښاره چاته څۀ؟

ستا هر ساز ته لاسونه اچوي ښۀ پۀ مستۍ

ور بوی دې کړل د فکر استعماره چاته څۀ؟

لۀ سر نۀ تر پښوو بۀ درته وګوري پۀ شک

د دین خبر چې وکړې رب لپاره چاته څۀ

چې پوی دې شي پۀ رمز او اشاره،کړي داسې خوند

چې سترګو کې دې ووایې کراره چاته څۀ

خبر نۀ یم پۀ څۀ خبر د ځینو شمه بد

ویلي مې کوچیه سپینه یاره چاته څۀ؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک