No-IMG

هر یو رنځور ته...!

د روغ صحت د خووږ غږ انتظار دی رنځور

د ژوند د کالۀ خونه کې ایسار دی رنځور

پرون به هر قدم سره مستۍ نه نڅېدۀ

نن مړاوی څانګې، وانګې خوار او زار دی رنځور

نۀ کار شته،نۀ روزګار شته،نۀ مستې نۀ په کې شور

خفه یم، د زړګي مې بیا ټول ښار دی رنځور

د کومو شېبو یاد پسې اخیستی د ځوانۍ

روان د زړۀ په زور کرار،کرار دی رنځور

زما په څېر الحمدلله هر لیونی روغ

او ستا په څېر چې ګورم هر اوښیار دی رنځور

اوږدۀ،اوږدۀ ساتل یې امیدونه د دونیا

څوک ساه نیولی ناست پر نیمه لار دی رنځور

له کبره یې پرون ډېرو ته نۀ کوو سلام

وهلی نن د خپل غُرور ازار دی رنځور

دا څوک یادوي،چا باندې خفه دی،خوا یې شنه ده؟

پوی نه یم خو د سپین کوچي کوم یار دی رنځور

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک