No-IMG

پۀ روژه کې – سپين کوچی

قربان دې شمه وروره مسلمانه پۀ روژه کې

کړه ټولو ګناهونو سره ورانه پۀ روژه کې

مزه او خوند ترې اخله او پرې ژبه لمده ساته

لۀ ذکر، تلاوت او لۀ قرآنه پۀ روژه کې

شتمنه او بډایه ، مسلمانه، محترمه

ناچارو باندې زړۀ سېزه لۀ ځانه پۀ روژه کې

کۀ ګټه یو پر(۱۰)(۱۰۰) او (۷۰۰) لۀ رب غواړې

سودا دې سوداګره کړه ارزانه پۀ روژه کې

د ټولو د سؤال لپې تشې مۀ شه را ستنې

د ټولو شه پوره د زړۀ ارمانه پۀ روژه کې

نهیلي او مایوسه دې نور نۀ شو، وچې شونډې

اسانه شې د ژوند سخت امتحانه پۀ روژه کې

کۀ څومره خوار او زار، ستړې،ستومانه یو خو ربه!

ساته مو د زړګي دنیا ودانه پۀ روژه کې

ټول تږي او ټول وږي دي شېبې شماري پۀ خوند

څۀ خوږ یې د ماښام خوږه اذانه پۀ روژه کې

چې رب یې کړي د ژوند لۀ مشکلاتو نه، نور خلاص

دا سپین کوچی مو هېر نۀ شي دعا نه پۀ روژه کې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک