فلسطینه!
ستا حق کې یم خفه، اول له ځانه فلسطینه!
ګیله نه کوي څوک ځکه ، هر چانه فلسطینه!
یهود غواړي چې ساه د ازادۍ دې کړي زندۍ
چې ناست دي پر سینه درته پخوانه فلسطینه!
چې ستا د ازادۍ فکر او حس یې سر کې نه وي
له ډیرو سره شوه مې په دې ورانه فلسطینه!
منمه؛ څومره ډیر مسلمانان شته، خو افسوس!!
دي خپلو کې پر یو بل بد ګُمانه فلسطینه!
د پاکو انبیاوو پاکې خاورې درنه ځار
ډیر عمر دې کړو تیر ډک له خفګانه فلسطینه!
چې ژوند کې څومره مینه،خوږلني او سکون غواړو
ژوند هومره دی پیکه، ستړی، ستومانه فلسطینه!
د وخت د ابرهه لښکر ته پایو په دې تمه !!!
که راشي ابابیل پرې له اسمانه فلسطینه!
زموږ د ایمانونو امتحان اخلي، که نه نو...
وهلی هر دوښمن شي رب اسانه فلسطینه!
کوچی دې هر یو درد احساسوي لکه خپل ځان
اقصی؛ لومړۍ قبلې، او راته ګرانه فلسطینه !!!
