د محمد هاشم شاهين لیکنی
ملگرو ملتونو د غزې په جگړه کي ۱۰۱-کسان له لاسه ورکړيدي
ملگرو ملتونو د غزې په جگړه کي ۱۰۱-کسان له لاسه ورکړيدي. انتونیو گوټېرس
د عرب لیگ او د اسلامي هېوادونو سازمان OIC ټولو گډون کوونکو مشرانو له نړئـوالي ټولني غوښتنه وکړه چي باید له دې وحشته ازرائـ.ـيل منع سي؛ اوس د فرانسې او برطانیې او د ټرامپ غوندي سفاکو غربي مشرانو او هېوادونو هم دا غوښتنه تکرار کړېده؛ دا دئ د ملگرو ملتونو سرمنشي گوټېرس هم زاریو ته ملا وتړله... چي نړئـواله ټولنه نو نور څوک دي؟!
ازرائـ.ـیل یا صهیـ.ـونیسټان خو به د نړئوالي ټولني په نوم نه مخاطب کېږي؛ ځکه ټولو نړئوالو دا هـ.ـولوکاسټ وغندی او د منع کولو غوښتنه ئې تکراروي؛ یوازي سفاک صهیـ.ـونیسټان دي چي دا هر څه جائز او روا بولي... د خندا وړ هغه خوشباوره خلک دي چي کله کله ظلم وویني او په ویاړ و...
نور ولوله
حماس: فرصت د اشغال تر څنگ نه دئ ولاړ؛ د مقاومت د تدبیر صلاحیت د دوی تر توقعاتو ډېر ستر دئ
د مقاومت مشر الجزیرې ته وايي: فرصت د اشغال تر څنگ نه دئ ولاړ؛ د مقاومت د تدبیر صلاحیت د دوی تر توقعاتو ډېر ستر دئ.
له بده مرغه چي مسلمان یوازي پر هوا تسلط نلري؛ زمکه نن هم د دوی په لاس کي ده... د دښمن د ټانکونو حشر خو وینئ. د الجزیرہ عربي څانگي د سټـ.ـ.ـیلائټ تصویرونو په ذریعه دا تصدیق کړی چي په تېرو ۵-پنځو ورځو کي د مجاهـ.ـدینو په لاسونو تر اوسه لږ تر لږه ۸۸-اته اتیا ټان/.ـکونه تباه سويدي. الحمد لله (لینک په کمنټ کي)
له بده مرغه چي د زمکي د ساتلو لپاره پر فضاء تسلط مهم دئ؛ تر موږ به څوک په دې حقیقت ښه پوهېږي چي نن مو هم (د وزیر دفاع په قول) پر سرونو امریکایي ډررون گرځي او موږ بېچاره گان ئې حتٰی په سترگو هم نسو لیدلی؛ د دې حالت بدلول پکار دي... امارت ...
نور ولوله
په سعودي کي د موسیقۍ ستر، نړېوال او له عیاشیو او نڅاوو ډک کنسرټ
په سعودي کي د موسیقۍ ستر، نړئـوال او له عیاشیو او نڅاوو ډک کنسرټ په بریا ترسره سو؛ دا میوزیکل کنسرټ د حجاز پر زمکه ترتیب سوی وو؛ بلې هو پر همهغه مقدسه زمکه! دا هر څه پر دې جملې د تائید مهر دئ چي د عربانو لوڅي توري اوس په میدانونو کي نه بلکي د رقص په محفلونو کي ځلېږي؛ افسوس...
د یوه لیکوال په قول چي اوسنی سلـ.ـفیت د صهیونیــ.یـت تمدید دئ... په مصر کي دوی له دیکتاتور څخه ملاتړ کوي؛ په سعودي، اُردن او اماراتو کي دوی همدغو دیکتاتورانو ته پر سجدو پراته دي... د همدغو هېوادونو دیکتاتوران د اسرائـ.ــیل بقاء تضمینوي...
دا ظالمانو (د حرمینو جالي خادمانو) خو غوښتل ”غـ.ـ.ــزه“ اسرائیـ.ـل ته د ډالۍ په شکل ورکړي تر څو د ایران پر ضد یو نوی حلیف په سیمه کي و...
نور ولوله
د مور مینه د اظهار قوي ژبه لري خو د پلار خاموشه مینه هر څوک نسي درک کولی
په ویډیو کي یو خُسر خپل زوم ته وايي: "که دي کله هم زما له لور سره اړیکې خرابي سي؛ تر منځ مو دا مینه پاته نسي... نو لُطفاً هغې ته آزار مه ورکوه؛ تر ما پوري ئې را ورسوه؛ ماته ئې راوله...!! “ (ویډیو په کمنټ کي)
همدا لامل دئ چی پلار د لور لپاره د یوه اتل په څېر وي؛ د هغې د ژوند داسي اتل چي هغه ئې حتیٰ نیمگړتیاوي نسي لیدلی؛ له اولادونو سره بالخصوص لوڼو سره مو چلند ډېر نرم ساتئ! تل هڅه وکړئ چي د هغوی عزت نفس درڅخه مجروح نسي...
ځیني وروڼه یا خوېندې وايي زموږ په ټولنه کي اوس هم د نجلۍ پر زېږېدلو د والدینو شونډې وځړېږي؛ دا ولي؟! د نجلۍ او هلک تر منځ څه فرق سته؛ خو دواړه اولاد وي او د والدینو مینه باید دواړو ته يو ډول وي... موږ په داسي یوه جاهلي ټولنه کي ...
نور ولوله
الله تعالیٰ د مسلمانو هېوادونو له جملې یو هېواد په امتحان کي اچوي
الله تعالیٰ د مسلمانو هېوادونو له جملې یو هېواد په امتحان کي اچوي
محمد هاشم شاهين
شیخ عبدالعزیز الطریفي ویل:
”الله تعالیٰ د مسلمانو هېوادونو له جملې یو هېواد په امتحان کي اچوي؛ تر څو هغه د نورو هېوادونو ایمانونه وگوري؛ دا چي دوی مړه دي او که ژوندي؟! ځکه اسلامي امت د واحد وجود په څېر دئ؛ که یو غړی ئې د بل غړي درد احساس نکړي نو یا به بې حِسه وي او یا هم مړ.“
دا وینا ئې غالباً په هغه غونډه کي وکړه چي نن د همهغې غونډي د فتویٰ له وجهي په زندان کي شپې او ورځي تېروي؛ دا غونډه په مصر کي د دې هېواد لومړي منتخب ولسمشر شهید محمد مرسي جوړه کړې وه او مشهور نړئـوال علماء او سیاسیون ئې ورته رابللي ول؛ دا غونډه د سوریې له ج...
نور ولوله
د قامپرستانو او سیکولرانو بله مشترکه گیله پلمه
الجزیره وايي: لاندینیو برانډونو له اسرائـ.ـیل څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دئ...
د دې جگـړي نوعیت او حقیقت د مذهبي جگړي دئ؛ په دې اړه مختصر وضاحت او یو څو لنډ مثالونه درسره شریکوم؛ که داسي نه وي نو دا ستر تجارتي شرکتونه او نړئـوال برانډونه په کوم جرأت او د کوم ضرورت پر اساس د نړۍ په گوټ گوټ کي خپل حیثیت تر سوال لاندي راولي؟! خو په پټه به ئې د نجس او رټل سوي مخلوق سره مرسته کړې وه یعني هیڅوک به نه ترې خبرېدل؛ نه به په تجارت کي له تاوان او بائیکاټ سره مخ کېدل او نه به هم په نړۍ کي بدنامه کېدل... خو هغوی خپله شتمني او شهرت رسویٰ کوي؛ د هیڅ شي پروا نه ساتي تر څو د ظالم او مظلوم، د حق او باطل او د عدالت و بې عدالتۍ په دې امتحان کي خپل اصلیت ښه څرگند کړي... تاسي یو څو نور مثالونه هم وگورئ...
نور ولوله
د الازهر شیخ احمد طیب او د امت ځیني نور شیخان
تېره ورځ مي د ډاکټر وحید الله مصلح صاحب لیکنه (فلسطـ.ـين او اسلامي نړۍ؛ ګوښې حکومتونه او څښتن ملتونه!) کتله؛ زه د نوموړي لیکني ډېر په شوق لولم؛ نوموړی مي یو له هغو استاذانو دئ چي غواړم په لیکنه کي ئې پېښې وکړم خو دا ممکن نده؛ شاگرد کله هم د استاذ مقام ته نسي رسېدلی؛ راځم موضوع ته؛ زما د لیکني د پیل پر کرښو ذهن بلي خواته ولاړی او غواړم همهغه څه درسره شریک کړم؛ قدرمن مصلح صاحب لیکي:
”سره له دې چې د ازهر قيادت په وطنيو پېښو کې د پوځيانو د کودتا او استبداد ملاتړى پاتى شوى خو چې د غزې او فلسطينيانو بهادرۍ او غزاګانو ته په ډکه خوله دعا کوي او پرې وياړي؛ همدا د اقصى معنوي اړيکه او څښتنواله ده. د ازهر امام شيخ احمد الطيب پر اسرائيل د ح-ماس د وروستيو بريدونو په اړه غبرګون يو ډېر مناسب او له ...
نور ولوله
ایراني اتحاد
ایراني اتحاد (Alliance) په سیمه کي ډېر قوي اتحاد ثابتېږي؛ د ایران بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان تر لبنان وروسته د زمکي له لاري سوریـ.ـې ته سفر کړی او هلته ئې د هغه هېواد له ولسمشر بشارالاسد سره لیدلي؛ دا لیدنه پر سوریې د اسرائـ.ـیلو تر راکټي برید وروسته ترسره کېږي؛ یعني وار زون ته او په دومره حساسو شرائطو کي د یوه هېواد د وزیر ورتگ دا ثابتوي چي هغوی د دې خطرناکي قضيې په ارتباط حساس دي؛ هغه په سیمه کي پر خپلو متحدینو گرځي او هغوی ته ډاډ ورکوي چي ایران ئې په هر حالت کي تر څنگ ولاړ دئ.
بلخوا د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تیرو درېیو ورځو کي یو ځل اسرائـ.ـیل ته ورغی او هلته ئې نتن یاهو ته وویل زه د امریکایي وزیر په صفت نه بلکي یوه یهـ.ـودي په صفت په دې غم...
نور ولوله
هیڅکله د یو سړي سره د هغه د ماشومانو په مخ کي شخړه مکوئ!
څو ورځي وړاندي بازار ته روان وم؛ پر لار دوه موټرسیکلان نږدې سره ورغلل او کوچنی ټکر ئې وکړ؛ د یوه سره ئې شاته ماشوم بچی ناست وو او خپله په عمر زیات وو؛ بل موټر سیکل والا ښه هډور ځوان وو؛ ډېري سپکي سپوري ئې ورته وویلې؛ زما د ماشوم سترگو ته پام وو؛ په سترگو کي ئې وېره او اوښکه ځلېدله؛ کیسه هملته تر یو څه لفظي شخړي وروسته خلاصه سوه خو باور وکړئ تر اوسه مي هغه ماشوم نه هېرېږي... څومره د کمزورۍ احساس به ئې کړی وي؟ د خپل مشر په اړه به څومره د کمترۍ احساس ورته سوی وي او څومره به ئې نازک زړه دردېدلی وي؟!
موږ کله کله په احساساتو کي شاوخوا ماحول هېر کړو! په دې باوري یم چي که د ښکنځلمار ځوان ماشوم ته پام سوی وای نو نه یوازي دا چي نرمي به ئې کوله بلکي ممکن بخښنه به ئې هم غوښتې وه؛ غصه یو فطري شی دئ خو...
نور ولوله
دلته ځیني قصداً ټولنه پر طبقاتو، ډلو ټپلو او ډلگیو تقسیموي
دلته ځیني قصداً ټولنه پر طبقاتو، ډلو ټپلو او ډلگیو تقسیموي؛ یوه ته د نېشنلیست، بل ته د سیکولر او په مقابل کي ئې ځینو ته د مذهب سنگر ورسپارل نامناسب عمل دئ...
لکه څنگه چي زموږ ملحدینو (خلقیانو، پرچمیانو، شعله یانو او ...)، سیکولرانو او نېشنلیستانو نظریات له نورو کاپي کړي همهغه کار مو نن اسلامپال کوي... هر سړی چي ئې له ذوقه چپه څرگندونه وکړي پر هغه د مطلق سیکولر مهر ووهي؛ دا څرگندونه بیا که د داسي چا په اړه وه چي ځان ئې په افغاني کلتوري جامو پوښلی وو چي ځیني تنگنظري اوس په ځینو مواردو همدا د مسلمانۍ یوازینۍ جامه بولي بیا خو نو د کفر ټاپه ورباندي ولگول سي... ټولنه دومره مقیده کول، دومره تنگنـظري خپرول، دومره محدود ذهنیت عامول زموږ مسلمانه ټولنه پر دوو طبقاتو وېشي؛ دا تقسیم به د حق او باطل پر...
نور ولوله
پنځلسم اگست؛ زموږ ارززښتونه او هدف یو دئ؛ مسیر او تگلاري کي به څه نا څه فرق موجود وي
زموږ ارززښتونه یو دي؛ هدف یو دئ؛ مسیر او تگلاري کي به څه نا څه فرق موجود وي؛ اصل شی هدف دئ؛ زموږ انتقاد د بنیادونو د ړنگولو په معنیٰ نه بلکي د هغوی د اصلاح او مضبوط کولو په هدف وي؛ له بده مرغه چي د ناپوه دوست ترازو دا وړتیا نلري چي اصلاحي نقد او منافقانه بهتانونه او تورونه سره پرتله کړي؛ د دوی سره یو د سیکولرزم دوربین دئ چي هر مخالف په همهغه کي ستره ننگونه ورته ښکاروي...
له انصافه کار اخیستل هغه وخت ممکن دئ چي نظام د ټول ملت وبلل سي نه د یوې محدودي طبقې؛ د دې نظام نیمگړتیاوي موږ تر دوی ځکه ډېر ځوروي چي په دوی کي ئې ځیني د غرور دعوه لري؛ وای بیا به داسي وکړو بیا به هغه وکړو؛ موږ وایو داسي چانس په پېړیو کي انقلابیونو ته یو ځل په لاس ورځي چي هر طرف ته ئې دښمن له پښو غورځېدلی وي؛ دښمن ئې حیث...
نور ولوله
که ظلم نشئ لري کولی نو حداقل په اړه ئې خلک خبر کړئ!
علي شریعتي وايي: که ظلم نسئ لري کولی نو حداقل په اړه ئې خلک خبر کړئ! چي کله ظلم د تقویٰ جامه واغوندي نو تر ټولو ستره تباهي زېږوي.
په ذهن کي مي ډېري خبری راگرځي؛ غواړم ډېر په احتیاط جملې انتخاب کړم؛ ځکه دلته د نقد تر اورېدلو او ارزولو وړاندي د سړي مشخصات نه ارزول کېږي بلکي تر هر څه وړاندي ناقد ته په خپل ذهنیت یو شناخت ورکول کېږي او بیا د همهغه پروفایل مطابق د هغه سره د تعامل بلکي د شدید اختلاف او څرگند تهمت لاره نیول کېږي.
زه د ولټائر دا خبره هم ډېره خوښوم چي وايي:
"Judge a man by his questions rather than by his answers"
د یو چا د ذهانت معیار داسي مه ارزوئ چي هغه څنگه ځوابونه ورکوي بلکي دا وگورئ چي هغ...
نور ولوله
