د قامپرستانو او سیکولرانو بله مشترکه گیله پلمه
الجزیره وايي: لاندینیو برانډونو له اسرائـ.ـیل څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دئ...
د دې جگـړي نوعیت او حقیقت د مذهبي جگړي دئ؛ په دې اړه مختصر وضاحت او یو څو لنډ مثالونه درسره شریکوم؛ که داسي نه وي نو دا ستر تجارتي شرکتونه او نړئـوال برانډونه په کوم جرأت او د کوم ضرورت پر اساس د نړۍ په گوټ گوټ کي خپل حیثیت تر سوال لاندي راولي؟! خو په پټه به ئې د نجس او رټل سوي مخلوق سره مرسته کړې وه یعني هیڅوک به نه ترې خبرېدل؛ نه به په تجارت کي له تاوان او بائیکاټ سره مخ کېدل او نه به هم په نړۍ کي بدنامه کېدل... خو هغوی خپله شتمني او شهرت رسویٰ کوي؛ د هیڅ شي پروا نه ساتي تر څو د ظالم او مظلوم، د حق او باطل او د عدالت و بې عدالتۍ په دې امتحان کي خپل اصلیت ښه څرگند کړي... تاسي یو څو نور مثالونه هم وگورئ!
① د گارډین کارټونیسټ د نتنــ.ـیاهو د دې انځور د انځورولو له امله له دندې شړل کېږي. (انځور په کمنټ کي)
② بلنکـن وايي زه یـهـ.ـودي یم او په همدې موخه خواخوږۍ او مرستي ته راغلی یم.
③ مکډونلډز د صهـ.ـیونسـ.ـتي فوځ د وړیا خوراک لپاره ټټر ټکوي.
④ امریکایي بحري بېړۍ او ۲۰۰۰ فوځیان ئې سیمې ته راځي.
⑤ بائیډن شپه او ورځ اسلامي هېوادونو ته اخطارونه ورکوي.
⑥ د ځینو مقتدرو غربي هېوادونو لوړ پوړي چارواکي په اسرائیل کي موجود دي او راتلونکې اوونۍ ممکن بائیډن هم هلته ورسي. (نور هم په لسگونو مثالونه سته)
خو د احساسِ کمترۍ ښکار مفلس قامپرستان او له غربه متأثر مردود سیکولران وایي ستاسي ئې له فلسطینـ.ـیانو سره څه؟!
له اخوت او همدردۍ عاري دا دوې بېشرمه ډلې نه پوهېږي چي سپی هم خپل ټپونه څټي؛ سالم انسان هغه دئ چي د بل په غم هم غمجن سي؛ الله تعالیٰ او د هغه رسول موږ ته هر مؤمن زموږ ورور معرفي کړی دئ؛ زموږ لپاره همدا تعریف بس دئ.
آیا دوی نه پوهېږي چي څوک د مسلمانۍ دعوه لري هغوی بیا د استعمار پر ناروا کرښو ایمان نه ساتي؟!
د عدم تشدد بې زړه لارویان او د اروپایانو نا خلف پلویان دي حداقل د هغوی اتحاد ته وگوري چي نه ئې پر سرحداتو خاردار تارونه سته او نه ئې تر منځ مختلفي کرنسۍ؛ بلکي گډ نظامي، خیریه او سیاسي تنظیمونه او ادارې لري؛ دوی هغوی ته دا نه وايي چي هر یو مو د خپل قام غم وخورئ! د مکډونلډز ئې له هغو صهـ.ـیونیستانو سره څه چي حتیٰ خپله ئې اکثر یـهـ.ـودان نه مني. د دوی پېغور تل مسلمان ته متوجه وي.
