د محمد هاشم شاهين لیکنی
د ناپوه او مغرور دیکتاتور صدام تاریخي تېروتني ډېري دي
د ناپوه او مغرور دیکتاتور صدام تاریخي تېروتني ډېري دي؛ تر ټولو ستر تېروتنه چي ترې وسوه هغه پر کویټ د ده ناروا یرغل وو؛ کویټ او سعودي د ایران - عراق په جگړه کي نوموړي ته ډېر پورونه ورکړل؛ خو چي کله کویټ د خپلو پورونو غوښتنه پیل کړه نو بد پوري او بد دماغه صدام پر کویټ یرغل وکړ؛ د دې حملې په لومړۍ ورځ یعني د ۱۹۹۰ د اگست پر ۲-مه د اخوان المسلمین د هغه وخت د عام مرشد استاذ ابوالنصر رحمه الله بیان نشر سو؛ په دې اعلامیه کي یاده حمله وغندل سوه او له عراق څخه غوښتنه وسوه چي باید سمدستي له کویتي سرحداتو څخه خپل پوځونه وباسي؛ دا چي د صدام دا دوهمه ستره تېروتنه وه؛ لومړی ئې د سعودي په اشاره او پیسو عراق د ایران سره د اته کلني جگړي سره اور ته واچوی او بیا ئې اوس د امریکایانو په پټه اشاره پر کویټ یرغل کړی وو......
نور ولوله
د مقدسي زمکي داعیه یوازي د هغه ځای د اوسېدونکو نه بلکي د بشپړي اسلامي نړۍ قضیه ده
د مقدسي زمکي داعیه یوازي د هغه ځای د اوسېدونکو نه بلکي د بشپړي اسلامي نړۍ قضیه ده؛ په پاکستان کي دا ستر مسؤلیت جماعت اسلامي او په رأس کې اسلامپال سناتور مشتاق احمد صاحب په غاړه اخیستی دئ؛ په تېرو ټاکنو کي ئې د همدې ستر خدمت سزا ولیده؛ البته موږ په دې اړه ډېر خاموش او بې تفاوته پاته سوي یو...
د لاریونونو رابلل او د ملتونو لخوا احتجاج ریکارډ کول یو مثبت اقدام دئ؛ ځیني به دا کار یوازي د جمهوریت غوښتونکو کار گڼي؛ دا صحیح ده چي لاریونونه او له همدې سوله ییزي لاري د حقوقو غوښتنه د جمهوري نظامونو ابتکار دئ؛ خو لاریونونه کول د یوه ویښ او سنجیده ملت او دولت اصلي ښکلا ښيي؛ په هر صورت پر داخلي مسائلو د دولت قوانین باید مراعات سي اما د بهرنیو قضایاو په اړه بیا باید دولت یو څه نرمي وښيي او داسي لاریو...
نور ولوله
ملایزم او سیکولرزم؛ خندوونکی پوډکاسټ
ابن قیم يوه ارزښتناکه خبره کوي؛ وايي: "موږ ته ابن تیمیه گران دئ؛ خو حق تر هغه هم راته گران دئ." د همدې جملې پر اساس لاندینی لیکنه کوم؛ نقد باید د ورور ولۍ وي او حق تر هر څه معتبر او مقدم؛ په دې لړ کي باید د هیچا لحاظ ونسي؛ همدومره وضاحت کافي بولم.
ما ډېر مخکي د یوه لیکوال لیکنه کتلې وه چي وایي د اِزمونو لړۍ بالاخر الحاد (کمونیزم) ته ور وځي؛ دا خبره هغه وخت درنه او مؤثره راته ښکاره سوه چي کله مې مشهور اصطلاحات مطالعه کړل؛ سیکولرزم (د قرضاوي صاحب په وینا بې دیني) یعني هغه بې دیني چي د الحاد په څېر د رَد دعوه نه کوي البته د گوښه کولو زوروره دعوه لري؛ یعني سیکولرزم د خالق او د هغه د دین نفي نکوي بلکي د خالق او د هغه دین مقید کوي؛ غواړي د کایناتو خالق ئې له معاملاتو گوښه پاته وي؛ د د...
نور ولوله
دعاء - اې ربه! تا ویلي او ستا خبره رښتیا ده
الشيخ يوسف القرضاوي رحمه الله
ژباړه: محمد هاشم شاهين
- اې ربه! تا ویلي او ستا خبره رښتیا ده: {ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ. غافر: ۶۰} اې ربه! لکه څنگه چي دي أمر کړي یو موږ هم تا ته دعا کوو. نو زموږ دعاء همغسي قبوله کړه لکه تا چې له زموږ سره ژمنه کړې ده.
- زه تا ته دعاء کوم؛ لکه څنگه چي زموږ پلار آدم او د هغه مېرمني تا ته دعاء کړېوه: {رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنْفُسَنَا وَإِنْ لَمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ. أعراف: ۲۳}
- زه تا ته په هغه تورو دعاء کوم چي ستا بنده او نبي نوح دعاء درته کړېوه: {...
نور ولوله
آیا امریکا د ملیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات موږ ته را پرېږدي؟!
هر څه ساده کیسه بلل او یا د امریکایانو موقت سکوت ته د گرین سگنال په سترگه کتل ناپوهي او له معاصرو تاریخي واقعیتونو بېـخبري بللی سو؛ موږ ولیدل چي څنگه اسرائيل په یوه ورځ د مقتدر مصر ټولي جنگي الوتکي وویشتې په داسي حال کي چي د مصر پوځي صيب منصبانو څښاک کاوه او شپه ئې د ام کلثوم سندرو او د رقاصو د گېډو نڅا ته تېره کړېوه او کله چي اسرائيلي جيټانو د مصر هوايي اډې ويجاړولې نو د دفاع وزير عبدالحکيم عامر خمار په همدغه کړنگهار کي ماتېده؛ هغه بيا څانوژنه وکړه.
امریکایان تل د نورو هیوادونو هوایي حریم نقض کړی دئ؛ همدا اوس ئې زموږ فضاء اشغال ساتلې او پر دې خبره مســؤلینو بار بار اعتراف کړیدئ؛ دوی د ډرون او نورو انسي جاسوسانو په واسطه تل دقیق کوردینات ترلاسه کړي او بیا ئې د نړۍ په لسگونو هیوادونو کي بر...
نور ولوله
حماس؛ د اسلامي تنظیمونو د دودونو بدلون
د اسلامي احزابو څخه اسلامي امت ښه ورځ نده لیدلې؛ دا د ځینو وروڼو په ځانگړي ډول د هغو قامپرستانو گیله ده چي مطالعه ئې ډېره کمه وي او د تحقیق سره خو ئې له سره بدي وي خو بیا هم په سیاسي او نظریاتي بحثونو کي د رأيي له اظهار څخه لاس نه اخلي؛ البته د لومړۍ جملې دلیل دا نه دئ چي دا ټول احزاب ناسم او پردي پال ول/دي؛ بلکي واقعیت دا دئ چي د دوی له بطن څخه ظالمو گاونډیانو او مغرضو استخباراتي کړیو لالچي او خرڅېدونکي د اقتدار او قوت شوقي کسان جلا کړل؛ هر یوه ته ئې د احزابو په نوم یوه وړه ټولگۍ مسلح او بې هدفه جنگیالي او د مبارزینو په نوم متشدد ځوانان ورجذب کړل او بیا ئې د صالحو مجاهدینو او د هغوی د ملتـشموله تنظیمونو په مقابل کي ودرول؛ دا سلسله ډېره پراخه سوه؛ په سیاسي جریاناتو کي ئې لیدلی سئ! لسیزي وړاندي ئې په هېواد کي او نن ئې په ...
نور ولوله
د جنرال سیسي ټاکني؛ د غرب خاموشي او فلاډلفیا محور
د ۷-اکتوبر پېښو ډېري بدرنگي څېرې بربنډي کړې؛ د اسلامي هېوادونو د مرگوني سکوت تر شا ځیني دسیسې، پیسې (سودي ډالري پورونه) او سیاسي گټي مخفي دي؛ مثلاً د مصر د سکوت علت څه دئ؟! پر ټاکنو د تائید غربي مهر او که د آی اېم اېف د پورونو اسانه کول او که مصري پوځ ته نوي امریکایي پېکجونه؟!
د جمهوریت په اړه د غرب دوه گونی معیار او مرگونی سکوت:
امریکایي سیاسیون په ځانگړي ډول د دوی بهرنیو چارو وزیران ډېره داغداره ماضي لري؛ د دوی په تاریخ کي تر ټولو بدنام ترین وزیر هنري کسنچر وو چي څه موده وړاندي مړ سو؛ نوموړي نږدې یوه پېړۍ ژوند وکړ او د امریکا تر ټولو فعالترین وزیر وو او ټول ژوند ئې د نورو هېوادونو او ولسونو تباه کولواو ځپلو ته وقف کړی وو؛ د اسلامي نړۍ د سړې جگړي د بنیاد ...
نور ولوله
اخوان د غزې د ملاتړ تر ټولو ستر پور پرې کړی
د عیاشو عرب دیکتاتورانو په ریالونو تبدیل Convert سوي وهابیان راغورځي او اخـ.وان المسلمیـ.ن نقدوي؛ دوی باید دا درک کړي چي اخـ.وان د غـ.زې د ملاتړ تر ټولو ستر پور پرې کړی؛ حکومت ئې له لاسه ورکړ، په زرگونو کارکوونکي ئې په شهادت ورسېدل او په زرگونو ئې زندانونو ته ولاړل... نن هم د ۷-اکتوبر حملې د فلسـ.طیـ.ني اخـ.وان (حـ..مـ...اس) په ابتکار ترسره سوې چي د عـ.ربانو له ماتو ډک معاصر تاریخ ته ئې نوي ویاړونو راوړل...
دا کار د ”لن نترک غـ..زة وحدها“ شعار ته تر عملي بڼي ورکولو وروسته وسو... هغه وخت چي د مصر منتخب ولسمشر د رفـ.ـح بندر پرانیستی او هر ډول نړئـوال فشار ئې نظرانداز کړ؛ تاسي به نن د اسـ..رائیل زور لیدلی وي چي غربي نړۍ ئې څنگه په پټو سترگو ملاتړ کوي؛ خو اخ...
نور ولوله
حماس د هر ډول تبادلې او اوربند د مذاکراتو لپاره لومړنی او اساسي شرط د مطلق او دائمي اوربند شرط وضع کړی دئ
د رزیل قوم میډیا او رسنۍ تر هندوستاني رسنیو هم څو گامه ور آخوا دي؛ له درواغو، بې ځایه چیغو او شر و شور پرته نور څه کمال نه لري؛ غواړي د خپلو ځواکونو مورال لوړ وساتي او په همدې هدف د دوی د کورنیو چارو وزارت امر ورته کړی وو چي د ټپیانو او مړو شمېـرې به نه رسنیزي کوي... اوس ښه زېری دا دئ چي دوی هم په نظامي او هم به تبلیغاتي ډگر کي له ستونزمن امتحان سره مخ دي... قطر ته ئې زارۍ پیل کړيدي؛ ځکه په ۷۵-یمه ورځ هم حتٰی په دې ونه توانېدل چي یوه یرغمال سوې بیزو هم پیدا کړي... اوس غواړي ځانونو ته د اوړو پوزه جوړه کړي...
اسـ.رائیـ.لي وېـبپاڼي "والا" لیکلي: "له باخبرو اسـ.رائیـ.لي او بهرنیو سرچینو دا جوته سوېده چي اسـ.رائیـ.ل قطر ته وړاندیز کړیدی چي د ۴۰-بندیانو د آزادلو بلکي تبادله کولو ...
نور ولوله
تر فلسطيني مقاومت وروسته دوهم مؤثر ترین جرأت مندانه او اسلامي اقدام حوثيانو ترسره کړی دئ
حوثیانو چي کوم جرائم په یمن کي ترسره کړيدي هغه له چا پټ نه دي؛ خو داسي هم نده چي په مقابل کي ئې جنگېدونکي عرب هېوادونه پر حق ول؛ هغوی په خپلو بې رحمانه هوايي بريـ.دونو تر دوی هم بدتر ظلمونه وکړل او یو ځل بیا د امریـ.کا په اشاره او ملاتړ غواړي پر یمنـ.یانو بلاتشبیه د قیامت حالت راولي.
په هر صورت د شیـ.عه او سـني، د حوثـ.ي او سلفي تر منځ جگړه د اسلامي نړۍ داخلي جگړه ده؛ دا جگړه تقریباً له تېري نیمي پېړۍ څخه د سړې جگړي په شکل کي څرگنده سوې وه چي تر ننه جاري ده او په وروستۍ لسیزه کي ئې خونړۍ بڼه خپله کړه؛ دا جگړه به تر هغه وخته جاری وي چي پر عربانو دغه یو څو عیاشي، غلامي او بې غیرته کورنۍ حاکمي وي او د شیعه وو مشري د سفاکو او متعصبو ایراني اخندانو په لاسونو کي وي... ...
نور ولوله
مصري دیکتاتور د خپل کار ښه سم مُزد(مزدوري) تر لاسه کړ
مصري دیکتاتور د خپل کار ښه سم مُزد(مزدوري) تر لاسه کړ؛ د خلیج په اوسني بحران کي ئې د خپلو بادارانو په اشاره د بیزوگانو سره پوره مرسته وکړه؛ د مظلومانو ستر نړئوال زندان دروازه ئې همداسي تړلې وساتله؛ نو ځکه به هم تر دې وروسته په اصطلاح جنرال عبدالفتاح السیسي تر ۲۰۳۰-م کال پوري د مصر ولسمشر وي...
نوموړی په مسخره ټاکنو کي د ۸۹.۶% سلنه رایو په گټلو سره د مصر نوی ولسمشر اعلان سو...
پوځي دولتونه د ملتونو د ویده ساتلو او د هغوی د غولولو په هدف په ملیاردونو ډالر یوازي پر تبلیغاتو Advertisements او رسنیو مصرفوي تر څو د دوی ښکلی انځور ملت ته وښيي؛ دوی همدا په ملیاردونو ډالر په درنو سودونو تر لاسه کوي او بیا ئې دومره په بې رحمۍ سره ضایع کوي؛ د ...
نور ولوله
نن د غاصب اسرائيل د ۷۵- کلن تاریخ تر ټولو وېروونکې ورځ وه
نن د غاصب ازرائـ.ـ.ـیل د ۷۵-کلن تاریخ تر ټولو وېروونکې ورځ وه؛ د صهـ.ـ.ـیونیـ.ـ.ستي ټولنیزو رسنیو کارونکي په ښکاره امریکا ښکنځي او وایي دا دوی ول چي موږ ئې د پېریانو جگړي ته ټېل وهلو؛ د دوی د مردودو فوځیانو د وژلو لړۍ هيڅ نه درېږي او نه کراريږي؛ په دومره ډېر شمېر ئې تصویرونه او نومونه خپرېږي چي په تاریخ کي ئې ساری ندی لیدل سوی...
دا چي پر دې محدود پلېټ فارم ئې د خپرلو اجازه نسته نو مجبوراً ئې نه خپروم؛ په هر صورت یوه بله غوره خبره دا ده چي دا سړی وايي: د ازرائیـ.ـ.ـ.ل د ملاتړ او حمـ.ـ.ـاس د مخالفت په سبب مي مېرمن غواړي طلاق راڅخه واخلي؛ زه مي د بچیانو لپاره نور مړ یم؛ خو زه به بیا هم د حق (اصلاً له باطل څخه) څخه ملاتړ کوم.
...
نور ولوله
