که ظلم نشئ لري کولی نو حداقل په اړه ئې خلک خبر کړئ!
علي شریعتي وايي: که ظلم نسئ لري کولی نو حداقل په اړه ئې خلک خبر کړئ! چي کله ظلم د تقویٰ جامه واغوندي نو تر ټولو ستره تباهي زېږوي.
په ذهن کي مي ډېري خبری راگرځي؛ غواړم ډېر په احتیاط جملې انتخاب کړم؛ ځکه دلته د نقد تر اورېدلو او ارزولو وړاندي د سړي مشخصات نه ارزول کېږي بلکي تر هر څه وړاندي ناقد ته په خپل ذهنیت یو شناخت ورکول کېږي او بیا د همهغه پروفایل مطابق د هغه سره د تعامل بلکي د شدید اختلاف او څرگند تهمت لاره نیول کېږي.
زه د ولټائر دا خبره هم ډېره خوښوم چي وايي:
"Judge a man by his questions rather than by his answers"
د یو چا د ذهانت معیار داسي مه ارزوئ چي هغه څنگه ځوابونه ورکوي بلکي دا وگورئ چي هغه کومي پوښتني مطرح کوي؟
منم اختلافات حدودو او غوښتني لري؛ ځیني خلک یوازي د نورو د سپکولو، تحقیرولو او ارزښتونو د بې باوره څرگندولو په هدف نیوکي کوي؛ د هغوی هدف اصلاح او یا هم زدکړه نه بلکي د فساد خپرولو په کتار کي د خپل نوبت تېرول وي؛ زه له اسلامپالو څخه ځیني گیلې لرم او کله کله ئې څرگندوم هم؛ ځیني خواخوږي پر ځای د دې چي ملاتړ وکړي برعکس مو په یو او بل عنوان متهم کوي؛ د دې پر ځای چي سالم بحث وکړي، یا قناعت راکړي او یا خپله قانع سي له احساساتو کار واخلي؛ په داسي حال کي چي د ټولنیزو رسنیو معروف داعیان به بلل کېږي؛ ځیني وروڼه د محتاط مصلحت له مخي وایي پر اسلامپالو په نقد کي باید ډېر احتیاط وسي؛ یعني شفرونه وکارول سي؛ په رُموزو او ډول ډول پېکونو کي نیوکي او پوښتني مطرح سي خو د دوی دې جالبي غوښتني ته حیران پاته سم. نقد که د چاپلوسۍ او یا ډارن مصلحت په پېکنگ کي عرضه سو خپل حیثیت له لاسه ورکوي؛ تنقید باید تل برملا وي؛ تر څو دوستان د اصلاح هڅه وکړي...
په ټولنیزو رسنیو کی عام رجحان Trend دا دئ چي له مخالف سره د چلند او تعامل ډېره برخه پر ناسم برداشت او عدم حوصلې ولاړه وي؛ د ستونزو د عامه پوهاوي او د هغوی د ادراک او بالاخر د اصلاح کچه او هڅه ډېره ټیټه ده؛ دلته هر شخص یوازي د مصلح رول لوبول غواړي او په همدې غرض ځان ښکاره کوي؛ هیڅکله د ځان د اصلاح په هدف نه را څرگندېږي...
زه ځکه هم د کمنټونو تبصرې نه خوښوم چي هغه یوازي ټرولنگ وي؛ د وخت د ضیاع او نیتونو د خرابي سبب گرځي؛ هیڅ اصلاحي حیثیت نلري... له موضوع لري سوم؛ هدف مي یوازي د یوې پوښتني مطرح کول دي...
که اسلامپال شخصیتونه یا گوندونه تېروتني ولري؛ پر هغوی نقد باید څنگه وسي؟!
ځکه ځیني حضرات پر دوی نقد پر اسلام په نقد سره تعبیروي چي داسي بالکل نده. او ځیني بیا د احتیاط سپارښتنه کوي؛ دلته به بیا د نقد نوعیت او څرنگوالی څه ډول وي؟! ځکه د دوی مطلب دا وي چي هسي نه د یو چا له نقد څخه د دښمنانو (سیکولرانو او ورته نورو...) تبرونو ته لاستي جوړ سي. زه په رموزو کي انتقاد یا د ډېر مجبوریت او یا هم منافقت نتیجه بولم.
