د مور مینه د اظهار قوي ژبه لري خو د پلار خاموشه مینه هر څوک نسي درک کولی
په ویډیو کي یو خُسر خپل زوم ته وايي: "که دي کله هم زما له لور سره اړیکې خرابي سي؛ تر منځ مو دا مینه پاته نسي... نو لُطفاً هغې ته آزار مه ورکوه؛ تر ما پوري ئې را ورسوه؛ ماته ئې راوله...!! “ (ویډیو په کمنټ کي)
همدا لامل دئ چی پلار د لور لپاره د یوه اتل په څېر وي؛ د هغې د ژوند داسي اتل چي هغه ئې حتیٰ نیمگړتیاوي نسي لیدلی؛ له اولادونو سره بالخصوص لوڼو سره مو چلند ډېر نرم ساتئ! تل هڅه وکړئ چي د هغوی عزت نفس درڅخه مجروح نسي...
ځیني وروڼه یا خوېندې وايي زموږ په ټولنه کي اوس هم د نجلۍ پر زېږېدلو د والدینو شونډې وځړېږي؛ دا ولي؟! د نجلۍ او هلک تر منځ څه فرق سته؛ خو دواړه اولاد وي او د والدینو مینه باید دواړو ته يو ډول وي... موږ په داسي یوه جاهلي ټولنه کي ژوند کوو چي هلته د ښځي هیڅ حیثیت نسته؛ نه اسلامي او نه افغاني او نه هم د بل کوم کلتور!
موږ درواغجن یو چي وایو مېرمنې مو په عزت ناستي دي؛ لکه ملکې پر خپل (سلطنت) راج چلوي؛ د نجلۍ له زېږېدلو سر سم ئې ټولنه دښمنۍ ته ملا وتړي؛ څوک ئې د زدکړو اختیار سلب کړي او څوک ئې د میراث او پردې شرعي او کلتوري وقار؛ څوک حتیٰ د نکاح پر وخت د حقیقي پوښتني او اختیار مجال نه ورته پرېږدي او ځیني ئې لکه څاروي رانیسي او خرڅوي؛ ځیني ئې په بدیـــو او دښمنیو کي ورکوي او ځینو اېکسچېنج آفر ترې جوړ کړی؛ ورور او یا هم زوی ته بله ښځه په رانیسي... په هر صورت چي د ژوند دوهم پړاؤ ته داخله سوه نو د عذابونو یوه اوږده لړۍ بیا هلته پیل سي چي د کور ستر دیکتاتور او د هغه زړه ملکه (خسر او خواښې) په گډه پر هغې هغه کانې وکړي چي د یادولو نه وي؛ مېرمن خو د خاوند حماقتونه او بې عقلۍ په هر صورت زغملی سي؛ اما د دغو هټلرانو ظلم نه د زغلمو وي او نه د منلو وړ؛ د خاوند ظلم خو ئې په پښتنې ټولنه کي ازلي ونډه وي؛ ځینو کورنیو کي خو د لېوره او د هغه د خوېندو سازشي کرکټرونه ورباندي اضافه وي...
لنډه دا چي د یوې نجلۍ له زېـږېدلو ئې بیا تر مرگه له داسي کړاوونو سره مخ وي چي والدین ئې هره لحظه په ځورېږي؛ حتیٰ کله کله ئې له ډېري لاچارۍ یا د نورو عواملو له امله د مرگ دعاوي کوي ځکه په جاهلي پښتنې ټولنه کي د طلاق تصور نسته؛ د بیا خلاصون بله لار نسته؛ یا به مرگ مني یا به وحشت... همدا لامل دئ چي د نجلۍ پر پیدائښت ئې د والدینو د څېرو رنگ تغییر وکړي؛ هغوی دا هر څه یا زغملي وي او یا پکښې واقع وي؛ خو دا ذلت بیا د خپلي گرانې لور لپاره نسي زغملی...
