ایراني اتحاد
ایراني اتحاد (Alliance) په سیمه کي ډېر قوي اتحاد ثابتېږي؛ د ایران بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان تر لبنان وروسته د زمکي له لاري سوریـ.ـې ته سفر کړی او هلته ئې د هغه هېواد له ولسمشر بشارالاسد سره لیدلي؛ دا لیدنه پر سوریې د اسرائـ.ـیلو تر راکټي برید وروسته ترسره کېږي؛ یعني وار زون ته او په دومره حساسو شرائطو کي د یوه هېواد د وزیر ورتگ دا ثابتوي چي هغوی د دې خطرناکي قضيې په ارتباط حساس دي؛ هغه په سیمه کي پر خپلو متحدینو گرځي او هغوی ته ډاډ ورکوي چي ایران ئې په هر حالت کي تر څنگ ولاړ دئ.
بلخوا د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تیرو درېیو ورځو کي یو ځل اسرائـ.ـیل ته ورغی او هلته ئې نتن یاهو ته وویل زه د امریکایي وزیر په صفت نه بلکي یوه یهـ.ـودي په صفت په دې غمجن او ستونزمن ماحول کي ستاسي مرستي او ملاتړ ته راغلی یم؛ بلکي تاسي مو حتیٰ اوس له دفاع هم بېغمه سئ! موږ همدلته یو... تر دې وروسته اردن، قطر، بحرین او سعودي عربستان ته تللی؛ هغوی ئې د امریکا له ارادو خبر کړل؛ تر دې وړاندي ئې په اسرائـ.ـیل کي همدغو هېوادونو ته په اخطار ورکولو وویل چي پام! د اسرائـ.ـیلو په قضیه کي به څوک مداخلت نه کوي؛ همدا لامل سو چی د یوې اونۍ تر نسل وژني وروسته هم د دوی له جملې ئې حتیٰ یو هېواد هم تر چندې او زاریو ور آخوا د یوه گام اوچتولو جرأت نسي کولی...
په سیمه کي د غزې تر اوسېدونکو د دغو مشرانو حالت ډېر د ترحم وړ دئ؛ دوی نه خپل حقیقي رب راضي کړی، نه ئې خپل ملتونه، نه ئې مظلوم فلسطینـ.ـیان او نه ئې هم خپل مصنوعي معبود (امریکا)؛ دوی نه پر کومه اجنډا سره یو ځای سول، نه ئې د یوې مضبوطي او عمل کوونکې اتحادیې جوړولو همت وکړی سو؛ د دوی عرب لیگ او اُو آی سي دومره بې وزنه سوي چي اوس ئې حتیٰ د همدوی ځيني مشران هلته له ورتگه ډډه کوي او خپل ټیټ رتبه چارواکي د حاضرۍ په موخه ور استوي...
تر امریکایي اتحاد وروسته په خلیج کي تر ټولو مضبوط او باوري اتحاد ایران رامنځته کړی؛ په ډېرو وړو نظامي تنظیمونو ئې د یوه هېواد تر کچې زیات مقتدر قوتونه را غونډ کړي دي؛ تاسي په سوریه کي د سعودي او نورو اسلامي هېوادونو متحد تنظیمونه وگورئ چي د بشار الاسد په مقابل کي څنگه ناکام سول؟! سبب ئې د ایران سنجیده او خپلواکه او د عربانو گډوډه او اجیره پالیسي وه؛ د ایران یوازي یو مأموریت وو چي د اسد له رژیم څخه دفاع وکړي؛ خو د عرب مشرانو مأموریت یو خوا د اسد راپرځول او د هغه سره سم د همدغو نظامي تنظیمونو په ملاتړ د یوه اسلامي نظام مخه ډب کول هم وو؛ دوی پر یو وخت هم امریکا خوشاله ساتله او هم ئې خپل د حیثیت برقرار ساتلو هڅه کوله؛ نو ځکه ناکام سول؛ خو بلخوا دا ثابته سوه چي د ایران بهرنۍ پالیسي چي څومره آزاده او خودمختاره وه د عربي نړۍ بهرنۍ پالیسي په همهغه کچه مقیده او...
لنډه دا چي د اسرائـ.ـیلو لخوا بگېل سوي عرب مشران د ایراني اتحادیې پر وړاندي هم همهغومره بې وسه او عاجز دي لکه څومره چي د فلسطـ.ـین-اسرائـ.ـیل د جگړې په اړه بې وسه دي؛ ایران په سیمه کي یو قوي او باوري ملاتړی (روس) لري خو د عربو متحد هېواد (امریکا) بیا د همدوی د ازلي دښمن په پړسولو او د دوی په پوزه پرېکولو لگيا دئ؛ له همدې ئې سیاسي بصیرت او بریا ارزولی سئ!
په پای کي وایم؛ نه پوهېږم چي لاندینی ټویټ به رښتیا هم د مشر وي او کنه؛ خو د فلسطین ستونزه د امت ستونزه ده؛ شیعه او سني، یا هم نور مسلکونه پکښې چاڼ کول او یوازي د هغوی ملاتړ کول او د نورو کارکردگي نظراندازه کول د منصف سیاستوال لپاره مناسب کار نه دئ؛ پښتانه وايي: مېړه مړ کړه مېړانه ئې مه وژنه! د امت پر قضایاوو د مشرانو داسي مثبتي تبصرې او ملاتړ باورونه زیاتوي... (د ټویټ تصویر مي کمنټ ته انتقال کړ)
