ملگرو ملتونو د غزې په جگړه کي ۱۰۱-کسان له لاسه ورکړيدي
ملگرو ملتونو د غزې په جگړه کي ۱۰۱-کسان له لاسه ورکړيدي. انتونیو گوټېرس
د عرب لیگ او د اسلامي هېوادونو سازمان OIC ټولو گډون کوونکو مشرانو له نړئـوالي ټولني غوښتنه وکړه چي باید له دې وحشته ازرائـ.ـيل منع سي؛ اوس د فرانسې او برطانیې او د ټرامپ غوندي سفاکو غربي مشرانو او هېوادونو هم دا غوښتنه تکرار کړېده؛ دا دئ د ملگرو ملتونو سرمنشي گوټېرس هم زاریو ته ملا وتړله... چي نړئـواله ټولنه نو نور څوک دي؟!
ازرائـ.ـیل یا صهیـ.ـونیسټان خو به د نړئوالي ټولني په نوم نه مخاطب کېږي؛ ځکه ټولو نړئوالو دا هـ.ـولوکاسټ وغندی او د منع کولو غوښتنه ئې تکراروي؛ یوازي سفاک صهیـ.ـونیسټان دي چي دا هر څه جائز او روا بولي... د خندا وړ هغه خوشباوره خلک دي چي کله کله ظلم وویني او په ویاړ ووایي دا یوویشتمه پېړۍ ده؛ په دومره پرمختللي عصر کي دا ظلم؟! دا نه زغمل کېږي او داسي ...
دوی خبر نه دي چي دا د ټکنالوجۍ عصر د ډیجیټل غلامۍ دوران دئ؛ دلته غلام خپلي غاړي ته د غلامۍ ځنځير د برانډ، شهرت او پانگي په نوم په ډېره خوښۍ اچوي؛ دا نسل د یوه آئفون لپاره تر هر څه تېرېدلی سي! فاحشي ټولنیزي رسنۍ لکه ټکټاک او ورته مبتذلي رسنۍ ئې ښه مثالونه دي... د یوویشتمي پېړۍ له انسان څخه دا حِس اخیستل سوی چي د غلامۍ معاصر شکل دي وویني او بیا دې بد وبولي؛ دوی غلامي یوازي په همغه زوړ تعریف کي ورسره اخیستې چي تور پوستي انسانان به ول؛ د سپین پوستانو خذمت به ئې کاوه، هغوی به وهل او رټل او یا د هندوانو.د شودرانو کیسې چي اوس نسبتاً ختمي سوي دي... دا توری اپډېټ ته ضرورت لري؛ د معاصري بڼــــي رسوٰی کېدل ئې مهم ضرورت دئ؛ دا کار هغه څوک کولی سي چي آزاد وي...
غلامان دي نن هم د نړۍ هغو قوانینو ته سجدې کوي چي تهذیب او انسانیت ئې درجه بندي کړی دئ؛ پانگوال شریف او د VIP خدماتو مستحق بولي او عادي انسانان د Ordinary په نوم په دوهمه او یا هم درېیمه کاټگري کي ځای پر ځای کوي... نړئوال قوانین یوه انقلابي بدلون ته اړتیا لري او دا د پنځو هېوادونو تحمیلي فیصلې نوري د منلو وړ نه دي...
