الله تعالیٰ د مسلمانو هېوادونو له جملې یو هېواد په امتحان کي اچوي
الله تعالیٰ د مسلمانو هېوادونو له جملې یو هېواد په امتحان کي اچوي
محمد هاشم شاهين
شیخ عبدالعزیز الطریفي ویل:
”الله تعالیٰ د مسلمانو هېوادونو له جملې یو هېواد په امتحان کي اچوي؛ تر څو هغه د نورو هېوادونو ایمانونه وگوري؛ دا چي دوی مړه دي او که ژوندي؟! ځکه اسلامي امت د واحد وجود په څېر دئ؛ که یو غړی ئې د بل غړي درد احساس نکړي نو یا به بې حِسه وي او یا هم مړ.“
دا وینا ئې غالباً په هغه غونډه کي وکړه چي نن د همهغې غونډي د فتویٰ له وجهي په زندان کي شپې او ورځي تېروي؛ دا غونډه په مصر کي د دې هېواد لومړي منتخب ولسمشر شهید محمد مرسي جوړه کړې وه او مشهور نړئـوال علماء او سیاسیون ئې ورته رابللي ول؛ دا غونډه د سوریې له جهاد څخه د ملاتړ په هدف جوړه سوه او په همدې غونډه کي مصر فیصله وکړه چي د سوریې د مجـ.ـاهدینو به د بشار الاسد پر ضد بلاقید و شرط ملاتړ کوي او په همدې موخه ئې یوه مشترکه فتویٰ او رسمي اعلامیه هم نشر کړه چي د بشارالاسد واکمني وحشت دئ او د هغه پر ضد قیام فرض دئ؛ تر دې وړاندي د عربو دې زمري د غـ.ـزې د رفح یوازینۍ لار چي د مصر سره ده هم پرانیستلې وه...
الطریفي د همهغه جرم سزا گالي؛ مرسي هم د همهغه گناه په سبب د داسي چا په لاس په مرموز ډول په شهادت ورسول سو چي مور ئې یهــ.ـودۍ ده او نن ئې د رفح سرحد د مظلومو انسانانو پر مخ تړلی... البته دا جرائم او گناهونه د یـ.ـهودو د اجیرو دیکتاتورانو په قاموس کي په همدې نوم ثبت سویدي... نن عربان دوی ته یوازي خواړه، درمل او کفنونه ور استوي تر څو په ماړه نس او پټۍ سوي وجود ئې تکفین او تدفین وسي...
