No-IMG

هیڅکله د یو سړي سره د هغه د ماشومانو په مخ کي شخړه مکوئ!

څو ورځي وړاندي بازار ته روان وم؛ پر لار دوه موټرسیکلان نږدې سره ورغلل او کوچنی ټکر ئې وکړ؛ د یوه سره ئې شاته ماشوم بچی ناست وو او خپله په عمر زیات وو؛ بل موټر سیکل والا ښه هډور ځوان وو؛ ډېري سپکي سپوري ئې ورته وویلې؛ زما د ماشوم سترگو ته پام وو؛ په سترگو کي ئې وېره او اوښکه ځلېدله؛ کیسه هملته تر یو څه لفظي شخړي وروسته خلاصه سوه خو باور وکړئ تر اوسه مي هغه ماشوم نه هېرېږي... څومره د کمزورۍ احساس به ئې کړی وي؟ د خپل مشر په اړه به څومره د کمترۍ احساس ورته سوی وي او څومره به ئې نازک زړه دردېدلی وي؟!

موږ کله کله په احساساتو کي شاوخوا ماحول هېر کړو! په دې باوري یم چي که د ښکنځلمار ځوان ماشوم ته پام سوی وای نو نه یوازي دا چي نرمي به ئې کوله بلکي ممکن بخښنه به ئې هم غوښتې وه؛ غصه یو فطري شی دئ خو نباید انسان دومره ړوند کړي چي د ښه او بد فرق ترې هېر سي؛ لاندي هم فاروقي صاحب دې خبري ته په ډېر ښه انداز اشاره کوي؛ وايي:

"هیڅکله د یو سړي سره د هغه د ماشومانو په مخ کي شخړه مکوئ! هر ماشوم ته ئې پلار یو اتل وي؛ د ماشوم د ځان خوندي ساتني ټول احساس په همده پوري تړلی وي؛ که چېري د ماشوم پلار ستا په وړاندي بې وسه پاته سو؛ او یا الله مکړه لاس دي ورباندي پورته کړ نو د دې ماشوم د خوندي پاته کېدلو ټول (فطري) احساس به دې وژلی وي؛ هغه به تل د وېري ښکار وي؛ نو د خدای لپاره! له یوه ماشومه د هغه اتل مه اخلئ!"

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک