No-IMG

په سعودي کي د موسیقۍ ستر، نړېوال او له عیاشیو او نڅاوو ډک کنسرټ

په سعودي کي د موسیقۍ ستر، نړئـوال او له عیاشیو او نڅاوو ډک کنسرټ په بریا ترسره سو؛ دا میوزیکل کنسرټ د حجاز پر زمکه ترتیب سوی وو؛ بلې هو پر همهغه مقدسه زمکه! دا هر څه پر دې جملې د تائید مهر دئ چي د عربانو لوڅي توري اوس په میدانونو کي نه بلکي د رقص په محفلونو کي ځلېږي؛ افسوس...

د یوه لیکوال په قول چي اوسنی سلـ.ـفیت د صهیونیــ.یـت تمدید دئ... په مصر کي دوی له دیکتاتور څخه ملاتړ کوي؛ په سعودي، اُردن او اماراتو کي دوی همدغو دیکتاتورانو ته پر سجدو پراته دي... د همدغو هېوادونو دیکتاتوران د اسرائـ.ــیل بقاء تضمینوي...

دا ظالمانو (د حرمینو جالي خادمانو) خو غوښتل ”غـ.ـ.ــزه“ اسرائیـ.ـل ته د ډالۍ په شکل ورکړي تر څو د ایران پر ضد یو نوی حلیف په سیمه کي ولري؛ خو د حمـــ.ـــاس زمریانو ئې خوب گډوډ کړ؛ له بده مرغه چي دا بې حیاء مشران اوس هم امریکا ته دا گرین سگنال ورکوي چي د غـ.ـزې د جگړي تر ودرېدلو وروسته دوی بیا هم ابراهیمي تړون ته ژمن او خواهشمند دي. د دوی ټول توان او پاته آبرو او حیثیت به مو د برایي شپې د نڅاوو په ویډیوگانو کي کتلي وي...

د ریاض سیزن یو ښکاره پیام دئ اسلامي نړۍ ته چي دې خواته نور یوازي د بیت الله د زیارت په هدف راځئ! دا سفر به مو موږ ته تجارتي او تاسي ته ستاسي د شخصي عباداتو پېکج وي؛ نوري غوښتني او توقعات به نه راڅخه کوئ!!! همدې ته ورته کمزوری او شرموونکی موقف ترکیې ونیوی؛ د سل کلن ستر جشن نیول ئې مناسب اقدام نه وو؛ او نه ئې د خپل حیثیت مطابق کوم سفارتي او سیاسي اقدام وکړ؛ په هر صورت د اسلامي نړۍ په اوسنیو هېوادونو کي د ایران د گفتار او د خپلو تازیانو د هڅولو پرته نور هیڅ یوه اسلامي هېواد موقف د ستایلو نه دئ... ټولو ډېر بې شرمانه سکوت غوره کړی او الله تعالی به حتماً پوښتنه ځیني کوي...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک