No-IMG

دلته ځیني قصداً ټولنه پر طبقاتو، ډلو ټپلو او ډلگیو تقسیموي

دلته ځیني قصداً ټولنه پر طبقاتو، ډلو ټپلو او ډلگیو تقسیموي؛ یوه ته د نېشنلیست، بل ته د سیکولر او په مقابل کي ئې ځینو ته د مذهب سنگر ورسپارل نامناسب عمل دئ...

لکه څنگه چي زموږ ملحدینو (خلقیانو، پرچمیانو، شعله یانو او ...)، سیکولرانو او نېشنلیستانو نظریات له نورو کاپي کړي همهغه کار مو نن اسلامپال کوي... هر سړی چي ئې له ذوقه چپه څرگندونه وکړي پر هغه د مطلق سیکولر مهر ووهي؛ دا څرگندونه بیا که د داسي چا په اړه وه چي ځان ئې په افغاني کلتوري جامو پوښلی وو چي ځیني تنگنظري اوس په ځینو مواردو همدا د مسلمانۍ یوازینۍ جامه بولي بیا خو نو د کفر ټاپه ورباندي ولگول سي... ټولنه دومره مقیده کول، دومره تنگنـظري خپرول، دومره محدود ذهنیت عامول زموږ مسلمانه ټولنه پر دوو طبقاتو وېشي؛ دا تقسیم به د حق او باطل پر بنیاد نه بلکي د نسبت پر بنیاد وي؛ یو به اسلام ته منسوبېږي او بل غیرِ دیني طبقې (سیکولري یا غربي او یا هم بلي کومي طبقې ته؛ دې طبقې ته اوس مناسب عنوان نسم ورکولی) ته؛ زه وام نرمي پکار ده؛ تعامل پکار دئ.

زموږ د ټولني هغه افراد چي سیکولرزم ته منسوبیږي هغوی هم ښکاره مسلمانان دي او د دین او سیاست بېلتون ته هیڅ ژمن نه دي؛ نه د سیکولرزم اصول مني، اکثریت ئې یوازي د دیني مسائلو پر برداشت عرائض او سپارښتني لري؛ دا یو څو د گوتو په شمېر د غرب مزدوران دومره مه ستر کوئ چي د ملت د یوه غوڅ اکثریت سره دي تعامل د همدوی پر نظریاتو وسي؛ لکه نن چي د نجونو د زدکړو په معامله کي کومه نظریه جوړه سوېده هغه هم د دغسي ټیټي درجې د تحقیق او نیمگړو معلوماتو پر اساس ولاړه ده...

یو لیکوال وايي: "هغه کتابونه ولولئ چي بندیزونه ورباندي لگېدلي؛ له هغو خلکو سره وگورئ چي خلک ئې په اړه بد وايي او هغو ځایونو ته ولاړ سئ چي هلته تلل منع سوي؛ ډېر څه به زدکړئ!"

"Read books that are banned, meet people that people say are bad and go to places that are forbidden and you will learn a lot."

که څه هم دا خبره یو سیکولر سړی کوي؛ خو زه ئې په هغه معنی نکوم چي نوموړي په کوم هدف کړېده؛ زه دا خبره د ټولني د عام عُرف پر ضد کوم؛ ډېر هغه څه چي ټولنه او عامه ذهنیت ئې بد بولي هغوی هغومره بد نه وي؛ زموږ پر ټولنه منفي ذهنیت حاکم دئ؛ موږ د هر چا سره د تعامل او گذارې پر ځای تر هر څه وړاندي هغه یوې فرقې، مذهب او یا مفکورې ته منسوبو، په اړه ئې قاطعه فیصله کوو بیا که زموږ  همهغي نیمگړي او ناسمي فیصلې اجازه راکوله د تعامل لار ورسره نیسو کنه وو پرېږدو ئې...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک