پنځلسم اگست؛ زموږ ارززښتونه او هدف یو دئ؛ مسیر او تگلاري کي به څه نا څه فرق موجود وي
زموږ ارززښتونه یو دي؛ هدف یو دئ؛ مسیر او تگلاري کي به څه نا څه فرق موجود وي؛ اصل شی هدف دئ؛ زموږ انتقاد د بنیادونو د ړنگولو په معنیٰ نه بلکي د هغوی د اصلاح او مضبوط کولو په هدف وي؛ له بده مرغه چي د ناپوه دوست ترازو دا وړتیا نلري چي اصلاحي نقد او منافقانه بهتانونه او تورونه سره پرتله کړي؛ د دوی سره یو د سیکولرزم دوربین دئ چي هر مخالف په همهغه کي ستره ننگونه ورته ښکاروي...
له انصافه کار اخیستل هغه وخت ممکن دئ چي نظام د ټول ملت وبلل سي نه د یوې محدودي طبقې؛ د دې نظام نیمگړتیاوي موږ تر دوی ځکه ډېر ځوروي چي په دوی کي ئې ځیني د غرور دعوه لري؛ وای بیا به داسي وکړو بیا به هغه وکړو؛ موږ وایو داسي چانس په پېړیو کي انقلابیونو ته یو ځل په لاس ورځي چي هر طرف ته ئې دښمن له پښو غورځېدلی وي؛ دښمن ئې حیثیت بایللی وي او ملاتړ ته ئې هیڅوک زړه نه ښه کوي؛ گاونډیانو ئې د سترو سازشونو موقع له لاسه ورکړې وي؛ تعامل ته ورسره اړ وي؛ په نړئواله سطحه د ځلېدلو ښه چانسونه ورته پیدا سوي وي؛ هیڅوک ئې دښمن حداقل د لنډي مودې لپاره نسي تمویلوی خو دا تلپاتې کیسه نده؛ همدا وخت دئ باید اعظمي استفاده ترې وسي...
خو که بیا هم واړه واړه مسائل قصداً ستر کېږي او هغوی ارادتاً او یا هم په غیر ارادي ډول خنډونه جوړېږي؛ بیا خو نو د انتقاد حق لرو او دا حق هیڅوک نسي راڅخه اخیستی...
