غزل - بلينډه بدرۍ
په اندیښنه ده د ژڼکو ژڼکو سرونو ویره
خوریږي چم کې په څلورو مذهبونو ویره
احساسه څه که له هیچا دې سترګه نه سوځیږي
خو چې غالبه ده پر تا د رواجونو ویره
ډیوه په لاس زه تر سهاره وم شهید ته ناسته
سهیلو چا ویل چې کیږي له قبرونو ویره
کالونه پس چې یې زه در ته پښه نیولې نه شوم
راسره اوس هم وه د ډیرو نظرونو ویره
پر بلینډې خوارې دې ټوله پړه ورواړوله
ووړکیه کیده دې نه له خپلو قسمونو ویره
