غزل
نه په شنه چمن نه په ماڼیو لوړو لوړو کې
ګل خلک به و مومې په خاورو خړو پړو کې
ته چې را سره یې بیا د بلې ډیوې څه حاجت
ګرځو به د شنې رڼا په شان په تورو لړو کې
پښې یبلې روان یمه په لپه کې اوبه وړمه
تږی سور غاټول مې دی لیدلی پاس په تړو کې
شنې اوبه یې شته دي تورې تیږې پسې وسکونډه
سپینې پۍ د مور وطن په تکو شنو برړو کې
ورکه ده اروا د پښتونخوا څه کم پېړۍ کېږي
چا و نه مونده د اباسین په ګنګخړو کې
رایشه د ژوند لوبه چې بیا له سره پیل کړو
ساه به ټوکوو د پښتنو په مړو مړو کې
شنو درو ته هم د دنګو دنګو څوکو حال وایه
خېژه په پېچومو کې را ښکته شه په ځوړو کې
کیف د پاچهۍ یې خامخا په کې موندلی دی
ګرځي ملنګان د ملنګانو په جونګړو کې
زړه خو دې کاروانه په سپین مخو پورې و تاړه
سپین زهر چې در نه کړي په تکو تورو ګوړو کې
میزان ۱۴۰۰ هجري شمسي ، خوست توره وړۍ
