غزل
د ماتو ماتو زړګَکیو اُستَکاره ربه
دا ځل یې بیا په مینه و رغوه یاره ربه
ته یې اروا پېژنې تاب د بدرنګۍ نه لري
ښکلا دې نه درومي له دې ښکلي دیاره ربه
د سپین شبنم په حافظه کې چې زرغونه شي بیا
دا بلبلکه د ګلونو سندرماره ربه
په وچ موسم کې هم د تندې تسلي پرې کېږي
لمدې نغمې دې ځي راځي له وچه تاره ربه
باطل ګاونډ یې د حق مستې چیغې چوپې غواړي
دا منصوري غاړه آزاده کړې له داره ربه
د غره غونډۍ د بَیابان رابطه پرې خو مه شه
د خپلواکۍ د شنو ورېښمو له مهاره ربه
چې تصویرونه ور معلوم شي د دښمنو تیږو
درستې هندارې مو کړې پاکې له غباره ربه
دا غرڅنۍ دې وړانګې واغوندي د لمر او سپوږمۍ
بیا خو یې مه کړې په پړانګانو کې ایساره ربه
بنده دې نه وي چې کاروان پرې د غزل وي روان
له غره نه کلي ته له کلي ښار ته لاره ربه
۲۴ میزان ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ
