غزل
شعرونه هم لکه ګډ وډ او خواږه خوبونه، منظم منطق به و نه لري، خو سمبولیک مفاهیم رسولی شي. شعرونه او خوبونه که منظم او منطقي پیامونه هم و نه لری، خو چې خوند په کې وي خوند کوي. په کونج کې غلی ناست وم، د کلي ماشومتوب مې په ذهن کې د ژوند کلی جوړ کړی و. ورسره دا شعر هم په حاشیه کې غږیده، بس و مې لیکه.
رایشه ګېډۍ مې ستا و څڼو ته تیاره ده
ډکه له غاټولو نه زمونږ د پټي باره ده
لنګه غوا مو راوله غولانځه به یې ډکه شي
هر ډکی د شنو وښو د سپینو شیدو داره ده
لاره دې که ورکه وي نو لاره به در وښیم
لږ نږدې سنځلې ته ور تېره تر چناره ده
ته په کې مخ و ګوره او زلفې په کې سمې کړه
ما درته نیولې په ورغوي کې هنداره ده
ته کېنه کیسې کوه، تا وې د پوهنتون جلکۍ
کلي ته راغلې او د کورتو خریداره ده
تا وې شاعري څه ده، ما وې خواږه خوبونه دي
وینم یې په ویښه د زړه سترګه مې بیداره ده
ما وې چې غنم دې په ما، ته ځان ته رانجه واخله
تا وې چې په کلي کې هندوه دکانداره ده
تا وې هغه څوک وه چې ستایله دې، ما وویل
میره وه د زاڼو خو اوس پاتې له کتاره ده
دا نغمه به بیا تار ته ورخېژوم، که خدای کول
دا نغمه چې پاتې د رباب له تاره تاره ده
تا وې سپین رښتیا وایه کاروانه چې مین خو یې
ما وې هو مین یم، د غزل پَري مې یاره ده
۱۸ عقرب ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ
