یتیم محمد رحمت للعالمین
برېښ یې د ښکلا د تورو سترګو په تورتم
یو عجیبه نُور یې د بڼو پر څوکو تم
داسې ځلېده لکه غمی د سلیمان
پټ ؤ د حیا په جوهر ښکلی منظم
دې ښکلي ته ډېر په لاس د پېغلو هوسونو
زړونه ور کاږه وو د عرب و د عجم
ډېرو پېغلو زړونه ددې نُور په تار تړلي
دا غیبي شهباز یې وو د زلفو زیروبم
ډېرې پسې والوتې د سترګو ګوربتانې
ګوندې دا زرین مرغه را ونیسي یو دم
هلې ځلې ښې وي خو ځای هغه مهال نیسي
رب چې د تقدیر پر پاڼه لیک وي په قلم
دغه د ځلاندو سترګو والا عبدالله
و مونده ښایستوکې پاکیزه لکه مریم
نُور د آمنې د زړه پر څانګه وکړه ځاله
شو په کې زرغون یو سپین ګلاب پټ په شبنم
داسې یو ګلاب چې یې بلبلې پرښتې وې
تږې ورپسې وې اوبه پاکې د زمزم
شنې دنګې خرماوې یې دیدن ته دي ولاړې
ږدي به یې سرونه په قدم قدم قدم
ګډې په غومبور وې ښه راغلي ته یې له ورایه
ها ښکلې کوترې تکې سپینې د حرم
یو ابابیل کړی ؤ پر بل ابابیل زېری
وې چې را روان دی خوږو زړونو ته مرهم
بحر دی د مینې د موسکا د معرفت
را به په څپو شي کړي به جهل تری تم
لا له آمنې سره په بطن کې ساتلی
پېښ په دې کاله شو یو طوفان د لوی ماتم
پاکه آمنه یې کړه په ځوانه ځوانۍ کونډه
داغ یې په زړګوټي باندې ولګاوه غم
دې درنې سېلۍ ته لکه ونه وه ولاړه
ؤ یتیم سوغات یې د داغمن زړګي همدم
غرونه د مکې و زنګېدل د نُور په ټال کې
شپه چوپه ویده پټه په شال د شومه دم
دې نړۍ ته رب لویه ډالۍ د مینې ورکړه
کړو یې چې پیدا یتیم محمد مکرم
و نیوه په غېږ کې آمنې د خدای رحمت
داسې یو رحمت چې ؤ رحمت د ټول عالم
داسې یو سکون د آمنې شو په نصیب
لکه په جنت کې د حوا او د آدم
دا د ابراهیم د دعاګانو غوندې ښکلی
دا د جبرییل د وزرونو یو پرتم
ټول جهان د جهل په اغزیو ؤ پوښلی
باغ په کې زرغون شو بس د پوهې د سلم
ځالې جوړوي په کې مرغان د اطمینان
مل د محمد چې شي زړګی د بنیادم
فرق د سپین او تور لاړو په تول شو برابر
تور بلال ته ګوره چې شو څومره محترم
لاس د ظالم لرې له مرۍ نه د مظلوم شو
و مونده سکون د غرڅنیو سترګو رم
موسکې یتیمانې په خندا شو یتیمان
لاس یې شو پیدا پر سر د مینې د کرم
ځان به کړي کاروان غني په عشق د محمد
شي به مستغني بس له دینارو له درهم
