حمله
ژوندون څه دی ؟ باد راوړې شان څپه ده
نیمه مړه ، نیمه ژوندۍ ، نیمه ویده ده
دا چې هر څوک د شیطان په دام کې لوېږي
لومړی وار دی او لومړی ځل تجربه ده
د دې غلو مقابله اسانه نه ده
د هر غله لاس کې ټوپک دی ، هم ډيوه ده
د هغه د کور چتونه به هم ړنګ کړي
بله کړې چې کوم چا دغه جګړه ده
د بې شپونه رمې مخې ته ولاړه :
د ګوګا منډې لېوانو ګردله ده
د وطن د زړه لمبو ته چې زه ګورم
د دوزخ د انځورونو ننداره ده
وایي بیا مو یوسف مخی وطن خرڅ شو
په دې ښار کې خو نن داسې اوازه ده
خدایه دا خبر له دې وطنه ټول کړې :
چې نن بیا د کوم پیمخي جنازه ده
چې د شونډو له خوږو نه دې راوځي
دې خبرو ته مې ډېره تلوسه ده
نه دې نوم اخلم ، نه څه شی درته وایم
لګولې مې پر خوله باندې روژه ده
د لغمان پر مهارت باندې ډاډه یم
له شیطان سره مې بیا مقابله ده
که زه مړ وم ، هم له قبره به راپاڅم
که خبر شوم چې لاهور باندې حمله ده
هم به لوټ یې ، هم به خورې ( یونه ) ټکرې
چې د نه سړي زامن دي ، ستا پرې شپه ده.
۲/۲/۱۴۰۰
