No-IMG

مسجد اقصی

استاد فضل ولي ناګار

 

مسجد اقصى، عربان، مونږ او ارزښتونه؛ استاد ناګار د دې تصوير ټول رنګونه راټول کړي:

زه د افغان د اسلامي غورځنګ سکروټه ژبه

عربه وروره! نن له تا ځنې ګيلې لرمه

هغه قرآن چې وارثان يې د جهان تاسو کړئ

له هر آيته يې د اسرارو سلسلې لرمه

تاسو (بنا) شهيدوئ روح د (جمال) پوکئ

په داعيه د تکبير (قطب) د دوران وژنئ

چې يې امت ته هر تحليل انقلابي پيلامه

د مفسر شهادت څه؟ خو بس قرآن وژنئ

نور د ختيځ او لويديځ اسرې په زمکه ولئ

يوازې د خلاصون لاره (حبل الله) خپله کړئ

راځئ، تر دويمې قبلې پورې بهير وغځوو

مونږ به محکومه بخارا، تاسو اقصی خپله کړئ

لکه څپه سر له ساحله هومره وجنګوئ

د ژوند کښتۍ د يهودانو په توپان واړوئ

د امريکې نامشروع زېږندې له ورکړئ چېلنج

غرب په ايران، د شرق سور کفر په افغان واړوئ

فلسطيني وروره! جرګه به له قرآنه وکړو

د هر ستم د کور به راکاږو تناب دواړه

شرق دی که غرب تور دی که سپين، خو بس ظالم په نامه

را پرځوو به يې د اسلام په انقلاب دواړه

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک