نن که په لاس کي ولچکونه لرم
داورځ هم تیره شوه چي ماشومه لورمي ملاقات ته راغلې وه کله چي مانه رخصتیدله سترګې یې داوښکوډکي شوې اوخبرې یې نشوای کولی
هغه دي یادولرې چي هرعمل عکس العمل لرې دماشومې لور داوښکوډکې سترګې او اسویلې مې نه درته هیریږې حساب به کوو ان شاءالله وخت رانږدې شوی ده
نن که په لاس کي ولچکونه لرم
یادوحشت څــــوځنځیرونه لرم
که شوم آزاد څنګه به تا وبخشم
زه له غموډک ياداشـــــــتونه لرم
تاچي زماکورباندي چــــاپه وهله
په ماشینــــــــو دي دروازه وهله
تاخوزما ټول ماشـــــومان وژړول
پرمادي ښځې بچیــــــــان وژړول
زماتورسرې سرتور سرګــــــرځیدې
ستاله وحشته لاس په سرګرځیدې
سترګوکي شته مي تصویرونه ټوله
پکي یاداشت هغــــــــه یادونه ټوله
دا انتقام به فــــراموشه نه کــــــــړم
دخـپل تن وینه به بئ جوشه نه کړم
