اوبۀ....
څپه،څپه؛ اوړي را اوړي ، غونډې،منډې اوبۀ
د کمال خان، د بند پۀ لپه کې، را غونډې اوبۀ
نه،نه ستا د ښتې بۀ وطنه؛ نورې جل نۀ وهي
نور بۀ دې نۀ وهي پردي مالت ته منډې اوبۀ
ساه یې ورکړې، خو بیا هم ورته نیولي یې دي
پۀ تنکۍ لپه کې شهید ارمان ته کونډې اوبۀ
څپه ، څپه کۀ پر کاسوو د صبر پورته شولې
ډېرې کیسې بۀ د حالاتو کړي ، بربنډې اوبۀ
بیا یې تۀ سیال کړه د ځولۍ،ځولۍ ښائیست کوچیه!
کۀ مې لمدې کړې د هېواد د ټیکري څنډې اوبۀ
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
