ليکنې

د ایمان راوړلو لاره راښیه!

   یوه مسلمانه مېرمن وايي : یوه عیسایۍ مېرمن مې ګاونډۍ وه، څه وخت نښکاریده، بله ورځ یې پوښتنې ته ورغلم، چې ومې لیدله هغه ناروغه وه، ورته ومې ویل : زه به دې په قران دم کړم، موږ مسلمانان چې ناروغان شو په قران سره شفا ترلاسه کوو، هغې راته وویل: له دې مخکې لیږ اوبه راکړه، ځکه ډېره تږې یم، اوبه مې ورکړې، بیا یې راته وویل: لیږ مې دا تکیه راپورته کړه ، نو راپورته مې کړه او کېنستله.     بیا یې وویل: څو ورځې مې څه شي نه دې خوړلي، سخته وږې یم، د مرستې لپاره هیڅوک نه راځي، ورته ومې ویل: زه دستې ډوډۍ درته راوړم، لیږ وروسته مې خوندوره ډوډۍ ورته راوړه، ډوډۍ یې وخوړله او ښه مړه شوه، وروسته مې ورته وویل: اوس به دې په قران دم کړم؟ هغې لیږ ځنډ راته کتل، وروسته یې راته وویل: زه خپلو...
نور ولوله

ملت او امت؛ تحريکي زاويه!

په افغانستان کې د اسلامي نهضت د پيل په مشرتابه کې اصلاً قومي تفکر ځاى نه درلود، په دغه پاک نهضت کې پښتانه، تاجيک، ازبيک او نور په نظرياتي بنيادونو راټول شوي وو، خو کله چې نهضت د بېلابېلو عواملو له امله وويشل شو او د نهضت پر بستر تنظيمونه خواره شول سره له دې چې دوى د شوروي پر ضد د خپلواکۍ مبارزه د شورويانو د ماتولو په حد کې بريالۍ کړه خو د نجيب تر سقوط وروسته ډېرى يې له نظرياتي افقه د قومي ژورو په تيارو کې روان شول، دا د اسلامي نهضت ډېره ژوبله مرحله وه. اسلامي تحريک او د امت تصور! کله چې د اسلامي ويښتابه او اسلامي حرکت خبره کېږي نو هلته بيا طبيعاً له څو خبرو سره تعامل ته اړتيا پيدا کېږي، لومړنی هغه يې ارماني حالت دی، دا لرليد يا وېژن دی چې اسلامي حرکت يې ...
نور ولوله

نشنلېزم

اکرام الله واحدي   یو د وطن سره مینه ده بل قومیت او عصبیت ته بلنه، د وطن مینه طبیعي او فطري ده او قومپرستي او خپل قوم او خېل په نورو لوړ ګڼل بیا ناروا دي ـ دا د ملتونو تر منځ کرکه او نفرت پیدا کوي او په کُل کې د واحد اُمت هیکل له منځه وړي. کله چې نبي علیه السلام د مکې نه مدینې ته هجرت کاوه نو مکې طرف ته یې مخ کړ او ویې فرمایل: "(ما أطيبك من بلد ، وأحبّك إلىّ! ولولا أن قومك أخرجونى منكِ ما سكنتُ غيرك) ته څومره ښکلی وطن یې! څومره ماته ګران یې، که ستا خلکو زه نه وای ویستلی ما به کله هم د اوسېدو لپاره بل ځای نه وای خوښ کړی. که یو څوک را پورته شي او په خپل وطن کې د خپل قوم او ژبې ...
نور ولوله

سعودي ميلياردرانو نړۍ بګېل کړې!

د فوټبال په نړۍ کې عجايب روان دي او د نړۍ د مشهورو ليګونو ډېر شمېر مشهور فوټبالران ښايي سږ يا راتلونکی کال په اروپايي ليګونو کې د لوبېدو پر ځای په سعودي ليګ کې ولوبيږي. مؤثق خبرونه دي چې د ريال مادريد بريدګر لوبغاړی کريم بنزيما هم سعودي ته روان دی. د بنزيما او د سعودي د الاتحاد کلب ترمنځ د 100 ميليون يورو کلني قرارداد خبرې نهايي شوي او لنډو ورځو کې به دا موافقه رسماً اعلان شي. رونالډو هم د 200 ميليون يورو کلني معاش په بدل کې تېر کال د سعودي له النصر کلب سره یوځای شوی و. په عين حال کې د سعودي الهلال کلب ته د ميسي د انتقال آوازو بيا زور اخيستی خو ميسي ته نږدې سرچينو ويلي چې ميسي به لنډو ورځو کې الهلال يا بېرته خپل پخواني کلب بارسلونا ته د انتقال په اړه نهايي پرېکړه وکړي. الهلال ميسي ته د کا...
نور ولوله

بهلول دانا له هارون الرشید دنده وغوښته هغه ورته د بازار د کنترول مسوولیت ورکړ

عبد الرازق حبيبي   بهلول دانا له هارون الرشید دنده وغوښته هغه ورته د بازار د کنترول مسوولیت ورکړ بازار ته لاړ نانبای ته ورغی ډوډۍ یې چې وتلله وزن یې کم وه د ژوند حال یې ترې وپوښت نو سختې ګیلې یې وکړې او د ژوند په ټولو مصیبتونو ګرفتاري یې ورته وویله بل نانبای ته ورغی چې ډوډۍ یې وتلله پوره وه چې ژوند خال یې وپوښته بیخي خوشاله او هېڅ غم یې نه درلود بېرته راغی هارون الرشید ته یې له دندې استعفا وړاندې کړه هغه ورته ویلې ولې خیریت خو دی؟ بهلول ورته وویل د داسې ځای کنترولر دې مقرر کړی یم چې له ما ډېر ستر کنترولر لري او چې څوک هم تخلف کوي هغه په ځان هم خبر نه وي او ښه سخت مجازات یې روان وي نو ما ویل ...
نور ولوله

واکمنو، علماؤ او مشایخو ته

   سلیمان بن حنظله رحمه الله وایي : موږ أُبي بن کعب رضي الله عنه ته ورغلو چې خبرې او مجلس ورسره وکړو، د مجلس په پای کې چې کله هغه ولاړ شو موږ هم ورسره ولاړ شوو او له شا ورپسې روان شوو، په دې وخت کې عمر بن الخطاب رضي الله عنه ولیدلو، نو راغی او ابی بن کعب ته یې خپله دُره پورته کړه، هغه يې په دُره واهه، سلیمان وايي ابی په لاسونو له دُرې ځان ساته! او عمر ته یې وویل : اې د مومنانو امیره! څه بد مو کړي دي او څه وکړو؟ عمر ورته وویل : ته نه وینې چې دا خلک درپسې روان دي؟! دا کار د هغه چا لپاره فتنه ده چې خلک ورپسې روان یي او د ورپسې روانو خلکو لپاره سپکاوی دی! (سنن الدارمي، د درة عمر په حواله)     د الفاروق عمر خبره له حکمتونو ډکه ده، رښتیا هم چا پسې چې یو لښکر خلک روان یی...
نور ولوله

امریکایانو چې د افغانستان څخه د وتلو په لاره ؤ، ځینو له دې ستراتیژیو هم استفاده وکړه

انګریزانو تصمیم نیولی ؤ چې له مصر څخه خپلې پوځي اډې راټولې کړي. کال ۱۹۵۴م کې د اسرائیلو دفاع وزیر پنهاس لاؤون په پټه د شخصي ملېشو په واسطه د مصر په قاهرې او اسکندریه کې د امریکا او بریتانیې ځینې ستراتیژیکو تآسیساتو باندې حمله وکړه. هدف دا ؤ چې د بریتانیې او مصر تر منځ لبړه پیل شي تر څو انګریز د سویز کنال په څنډو خپلې پوځې اډې وساتي. دغه حمله کوونکي ونیول شول او د اسرائیلو پلان د مصر ناصر لغړ کړ. امریکایانو چې افغانستان کې شکست وخوړ او د وتلو په لاره ؤ، ځینو له دې ستراتیژیو هم استفاده وکړه، د ډېرو بې ګناه افغانانو وینې هلته هم د نیویارک او لندن د امنیت په خاطر توی شوې. په یاد مو دي؟؟ ...
نور ولوله

افغانستان کې ديرش سلنه اوبه ښکته تللي

عبد الحميد جليلي   د پخوانيو ارقامو په اساس افغانستان د زمکې لاندې 75 مليارده متره مکعبه اوبو زيرمي لري ، چي له بده مرغه اوس ولس په زياتو برخو کې لمريزي تختي لږولي او په غير مسلکي او له حد څخه زياتي اوبه ويستل کيږي ، ومخلوقه! دا ډول عمل په پرمختللو هيوادونو کې کفر مطلق دي، د سيندونو اوبو مدريت غم کوي يقين وکړي چي کلو ، باڼډو او ښارونو کې به اوبه د لاسه ورکړی .دلته مشکل دا دی چې څوک پري سر نه خلاصوي! اوس هم ديرش سلنه اوبه ښکته تللي ، په اکثرو ځايونو کې چيني ، کاريزونه او څاګان وچ شوي! يو خوا اقليمي بدلونونه او وچکالۍ او بل لوري ته دغه ډول کړنې! په ښارونو کي حوضونو، موټر شو...
نور ولوله

د مظلومانو د ښېرا نه ځانونه وژغورئ!

اکرام الله واحدي   عبدالله الغامدي وایي په حرم شریف کې مې د یوې ښځې نه فقط همدا یوه دعا اورېدله، شاوخوا یې چې څومره خلکو اواز اورېده ورته خفه او په حیرت کې وو، ځکه دا خبرې یې د زړه له تله را وتلې او له شکایته په ستړې شوې ژبې یې مسلسل جاري وې. ویل یې: " ربه زه مظلومه یم، او څوک چې را باندې ظالم دی هغه مې تا ته سپارلې، ما سره مرسته وکړه!" نو څه فکر کوئ چې هغه ظالم سره به الله ج څه کوي چې په حرم کې ترې یوې مظلومې شکایتونه کول؟ په تحقیق سره ظالمانو لره د مظلومانو په ښېرا کې هلاکت دی!  نوټ: لازمه نه ده چې...
نور ولوله

مونږ د نړۍ له صنعتي او ساينسي انقلابونو له پېشرفته ډېر لرې پاتې یو

په اروپا کې ۲۵۰ کاله مخکې صنعتي‌ او ساینسي‌ انقلابونو سره رزاعتي او کلاسیک اقتصاد په صنعتي‌ او ماډرن اقتصاد تبدیل شو. تېرو ۵۰ کلونو کې چې پر افغان ملت پردۍ جګړې تپل شوې وې، نورو هیوادونو د نړۍ له پېشرفت سره سم ځانونه له زراعتي اقتصادونو څخه صنعتي اقتصادونو ته وویستل. د بزکرۍ پر ځای یې اساسي تمرکز صنعت او تجارت ته واړاوه. په دې برخه کې له استعمار او جګړو څخه وروسته آسیايي هیوادونو هم ځانونه نړۍ سره عیار کړل. دا چې وروسته د سوېل شرقي آسیا هیوادونو او جاپان د آسیا پړانګان یاد شول، کمال یې همدا اقتصادي فکر ؤ. جاپان او امریکا نن ۲٪، چین ۱۸٪ او د آسیا نور هیوادونه له ۲۰٪ ښکته رزاعتي‌ دي. دوی ټول له ۸۰٪ زیات صنعتي اقتصادونه جوړ شوي‌ دي...
نور ولوله

جائزه صلح نوبل، عامل تقویه ای تروریزم بین المللی

برای شناخت ماهیت و هدف از  جائزه صلح نوبل، باید به سه مورد از نسل کشی که توسط تروریزم بین المللی علیه مسلمانان تمرین گردیده است، اشاره نمود. 1- نسل کشی مسلمانان قریه دیر یاسین در فلسطین: این قریه در فاصله چهار کیلومتری غرب قدس اشغالی قرار دارد و نسل کشی مردم این قریه، در سال 1948 به دستور یکی از وحشی ترین تروریست های یهودی به نام مناحیم بیگن، که بعدها  صدر اعظم رژیم اشغالگر صهیونیستی نیز گردید، به وقوع پیوست و در خلال آن، هزاران فلسطینی اعم از مرد، زن، پیر، جوان و کودک، قتل عام گردیده و بیشتر از 750 هزار فلسطینی از ترس کشتار و تروریزم یهودی به ترک خانه و زمین خود و هجرت از فلسطین، مجبور گردیدند. ...
نور ولوله

نقش مقابر در بقاءِ منابر

قاهرهء قدیم با کوهِ سنگی و تقریبا هموار شده احاطه شده است که آن را جبل المقطم می نامند، این مقطم حالا تقریبا هموار شده است. بر یکی از بلندی های این کوهِ مقطم قلعهء صلاح الدین قرار دارد، این قلعه قابل تماشا است، در درون خود آثار زیبا و یادگارهای گرانبها دارد، دوران پر ابهت وبا عظمتی را حمل میکند، از سلاطین ایوبی تا سلاطین مملوکی،تا والیان عثمانی هر کدام در آن قلعه اثری نهاده اند،از سلطان صلاح الدین ایوبی،تا سلطان نجم الدین ایوب، تا سلطان الناصر قلاوون،سلطان الظاهر برقوق، تا محمدعلی پاشا، در آن قلعهء بزرگ بناها دارند. از دریای نیل تا آن قلعه یک دیوار سنگیی بزرگی کشیده شده است که بر بالای آن دیوار جوی آب ساخته شده است، وتوسط آن جوی از نیل تا درون قلعه آب جاری...
نور ولوله

د ایران خلکو ته وایو! زموږ اوبه خپل قیمت لري؛ افغانان د خپل حق غوښتونکي دي

افغانستان او د ایران دولتونو د هلمند د اوبو د ویش پر سر د ۱۳۵۱ کال په وروستیو کې د پخواني صدراعظم شهید موسی شفیق په وخت کې یوه معاهده لاسلیک کړې وه چې له مخې یې افغانستان باید هرکال ۸۱۷ میلیون متر مکعب اوبه ایران ته ورکړي. اوس مهال ایران وایي چې ا ا ا د ۱۳۵۱م کال معاهدی ته ژمن دی او ډیر ژر به ایران ته د خپلو اوبو حق وسپاري! موږ د ایران خلکو ته وایو! حقیقت دا دی چې تاسو له افغانانو سره غدر او خیانت کړی دی، تاسو له موږ سره نه په اوبو کې حق لرئ او نه د ګاونډيتوب حقوقو مستحق یاست؛  زموږ اوبه خپل قیمت لري او د دې هیواد غرامت پر تاسو فرض دی افغانان د خپل حق غوښتونکي دي. حال دا چې د تیر شوي حکومتونو ۱۳۵۱ م کال د ایران او د ...
نور ولوله

ایران د اوبو د ناسم مدیریت له امله په ډیرو اوبو عادت شو او د اوبو ضایعات یې نادیده وګڼل

ایران په تیرو ۴۰ کالو کې تقریباً هر کال د ۳ څخه تر ۴ میلیارد متر مکعب اوبو پورې د افغانستان څخه ترلاسه کړي، چې تقریباً هر کال ۵۰۰٪ سلنه د ټاکلي کچې څخه زیاتې اوبه ورغلي. ایران د اوبو د ناسم مدیریت له امله په ډیرو اوبو عادت شو او د اوبو ضایعات یې نادیده وګڼل. اوس چې وچکالي راغله، د اقلیمي بدلون اغیزې را ښکاره شوې، او هامونونه وچ شول، نو ګوته افغانستان ته نیسې چې ولي اوبه کمې دي. ایران د سستان خلکو سره همیشه د مور میري چلند کړی او پایداره زیربنایې کارونه یې ندي کړي. اوس چې هلته د خلکو د پراخه غبرګونونو سره مخ دی نو غواړي ملامتیا د ځان څخه لیري کړي. ډیرې اوبه ترینه تبخیر کیږي، په ګرمو ځمکو کې ...
نور ولوله

بيل ګيټس؛ د خپل ژوند د مهمو پرېکړو د بياکتنې له پاره خامخا وخت وټاکئ

د بيل ګيټس دا خورا مهمې خبرې خپله هم دقيقې ولولئ او له خپلو ملګرو سره یې هم شريکې کړئ، د ژوند لوی راز پکې پروت دی: بيل ګيټس د شمالي اريزونا پوهنتون د فارغانو غونډې ته ويلي، کاشکې پوهېدای چې ژوند يواځې په کار کې نه خلاصه کيږي. تاسې بايد د شخصي او وظيفوي ژوند ترمنځ فرق وپېژنئ او هر يوه ته په خپله اندازه مناسب خپل وخت ورکړئ. بيل ګيټس محصلينو ته ويلي: "زه چې ستاسې په عمر وم، په رخصتيو مې هېڅ باور نه درلود. ما به هر چا ته توصيه کوله چې هره ورځ ډېر ساعتونه کار وکړي. اوس تاسې ته وايم چې د ژوند د دې لوی درس د زده کولو له پاره زما هومره کلونه انتظار مه کوئ. خپل ځان او خپلو روابطو ته د پاملرنې، د خپلو بريا...
نور ولوله

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک