د مظلومانو د ښېرا نه ځانونه وژغورئ!
اکرام الله واحدي
عبدالله الغامدي وایي په حرم شریف کې مې د یوې ښځې نه فقط همدا یوه دعا اورېدله، شاوخوا یې چې څومره خلکو اواز اورېده ورته خفه او په حیرت کې وو، ځکه دا خبرې یې د زړه له تله را وتلې او له شکایته په ستړې شوې ژبې یې مسلسل جاري وې.
ویل یې:
" ربه زه مظلومه یم، او څوک چې را باندې ظالم دی هغه مې تا ته سپارلې، ما سره مرسته وکړه!"
نو څه فکر کوئ چې هغه ظالم سره به الله ج څه کوي چې په حرم کې ترې یوې مظلومې شکایتونه کول؟
په تحقیق سره ظالمانو لره د مظلومانو په ښېرا کې هلاکت دی!
نوټ: لازمه نه ده چې مظلوم یو فرد وي، ممکن یوه ټولنه او یا کله نا کله ممکن یو ملت مظلوم واقع شي... نو لازمه دا ده چې هر څوک دې د خپل موقف په نظر کې نیولو سره کوښښ وکړي چې په چا ظالم واقع نشي کنه د هلاکت لپاره به یې یوه ښېرا او آه بس وي..
