سعودي ميلياردرانو نړۍ بګېل کړې!
د فوټبال په نړۍ کې عجايب روان دي او د نړۍ د مشهورو ليګونو ډېر شمېر مشهور فوټبالران ښايي سږ يا راتلونکی کال په اروپايي ليګونو کې د لوبېدو پر ځای په سعودي ليګ کې ولوبيږي. مؤثق خبرونه دي چې د ريال مادريد بريدګر لوبغاړی کريم بنزيما هم سعودي ته روان دی. د بنزيما او د سعودي د الاتحاد کلب ترمنځ د 100 ميليون يورو کلني قرارداد خبرې نهايي شوي او لنډو ورځو کې به دا موافقه رسماً اعلان شي. رونالډو هم د 200 ميليون يورو کلني معاش په بدل کې تېر کال د سعودي له النصر کلب سره یوځای شوی و.
په عين حال کې د سعودي الهلال کلب ته د ميسي د انتقال آوازو بيا زور اخيستی خو ميسي ته نږدې سرچينو ويلي چې ميسي به لنډو ورځو کې الهلال يا بېرته خپل پخواني کلب بارسلونا ته د انتقال په اړه نهايي پرېکړه وکړي. الهلال ميسي ته د کال 400 ميليون يورو معاش ټاکلی. بله جالبه دا ده چې د بارسلونا پخواني مشهور ميډفيلډر سرګيو بوسکيټس هم په اروپا کې د پاتې کېدو پر ځای يوه سعودي کلب ته د انتقالېدو په اړه اشارتاً ويلي هېڅکله نه غواړي د خپل پخواني کلب بارسلونا خلاف لوبه وکړي.
د تازه خبرونو له مخې، د ريال مادريد مطرح ميډفيلډر لوکا مودريچ ته هم يوه سعودي کلب د 120 ميليون يورو کلني قرارداد وړانديز کړی او له همدې امله مودريچ د مادريد ادارې ته ويلي چې راتلونکی کال له دوی سره نشي لوبېدای.
عرض دا دی چې د سعودي کلبونو مالکانو خپلو ميليارد ډالري ذخيرو ته لاس کړی او په ټول اخلاص او سخاوت يې د نړۍ پر مشهورو فوټبالرانو بادوي چې سعودي کې ولوبيږي او د سعودي د فوټبال او سياحت په برخه کې انقلاب رامنځته شي.
