No-IMG

بيل ګيټس؛ د خپل ژوند د مهمو پرېکړو د بياکتنې له پاره خامخا وخت وټاکئ

د بيل ګيټس دا خورا مهمې خبرې خپله هم دقيقې ولولئ او له خپلو ملګرو سره یې هم شريکې کړئ، د ژوند لوی راز پکې پروت دی:

بيل ګيټس د شمالي اريزونا پوهنتون د فارغانو غونډې ته ويلي، کاشکې پوهېدای چې ژوند يواځې په کار کې نه خلاصه کيږي. تاسې بايد د شخصي او وظيفوي ژوند ترمنځ فرق وپېژنئ او هر يوه ته په خپله اندازه مناسب خپل وخت ورکړئ.

بيل ګيټس محصلينو ته ويلي:

"زه چې ستاسې په عمر وم، په رخصتيو مې هېڅ باور نه درلود. ما به هر چا ته توصيه کوله چې هره ورځ ډېر ساعتونه کار وکړي. اوس تاسې ته وايم چې د ژوند د دې لوی درس د زده کولو له پاره زما هومره کلونه انتظار مه کوئ. خپل ځان او خپلو روابطو ته د پاملرنې، د خپلو برياوو د لمانځلو او د خپلو ماتو د ارزولو له پاره بايد وخت بېل کړئ. هر کله چې درته لازمه ښکاره شوه، استراحت او تفرېح وکړئ. که ستاسې تر لاس لاندې خلکو هم وخت او استراحت ته اړتيا درلوده، اجازه ورکړئ او سختي ورسره مه کوئ."

ګيټس محصلينو ته دا توصيه هم وکړه چې د خپل ژوند د مهمو پرېکړو د بياکتنې له پاره خامخا وخت وټاکي او له درسي ټولګيو ورهاخوا هم همېشه زده کړې ته ادامه ورکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک