No-IMG

نشنلېزم

اکرام الله واحدي

 

یو د وطن سره مینه ده بل قومیت او عصبیت ته بلنه، د وطن مینه طبیعي او فطري ده او قومپرستي او خپل قوم او خېل په نورو لوړ ګڼل بیا ناروا دي ـ دا د ملتونو تر منځ کرکه او نفرت پیدا کوي او په کُل کې د واحد اُمت هیکل له منځه وړي.

کله چې نبي علیه السلام د مکې نه مدینې ته هجرت کاوه نو مکې طرف ته یې مخ کړ او ویې فرمایل: "(ما أطيبك من بلد ، وأحبّك إلىّ! ولولا أن قومك أخرجونى منكِ ما سكنتُ غيرك)

ته څومره ښکلی وطن یې! څومره ماته ګران یې، که ستا خلکو زه نه وای ویستلی ما به کله هم د اوسېدو لپاره بل ځای نه وای خوښ کړی.

که یو څوک را پورته شي او په خپل وطن کې د خپل قوم او ژبې فاسق او فاجر د بل قوم یا وطن د یو نېک انسان څخه بهتر بولي دا بیا ناروا ده او دا د شرعي نص سره په تضاد کې خبره ده. ان اکرمکم عندالله اتقاکم ط

بل په نړیواله کچه د نشنلېزم مفکوره او پدیده ده چې اصلاً  په غرب کې را منځته شوه خو کله یې چې غربیان ښه و ځپل او یو بل سره یې پرې کلونه کلونه دښمني وکړه خو هغوي بیا بېرته پوه او هوښیار شول هغه مفکوره یې تر شعارونو پورې محدوده کړه اوس نو ټول غرب یو دی، اروپایي اتحاد، ناټو ـ فلان بستان ........

 راشه مسلمان ته، عربان شل ټوټې شوي عجم د عرب دشمن دی او خپلو کې هم یو بل ته غوښه او چاړه دي.

یو ستر خلافـ...ت د نشنلېزم مفکورې علمبرداره عربانو په مرسته له منځه ولاړ ... ټوله اسلامي نړۍ یې تیت و پرک کړه. د نژاد، ژبې، قوم، رنګ او مذهب په نوم داسې سره بیل شوي چې د را ټولولو هیڅ امکان یې نه لیدل کیږي.

۱۰۰ کاله مخکې به د حجاز نه فلسطین ته خلک په یو بس کې تلل، نه ویزه وه نه پاسپورت ـ ټول یو قلمرو و خو د نشنلېزم پر اساس درجه بندۍ او تقسیم دا هر څه له منځه یوړل.. او دا تجزیه غربیانو په ډېر چل او هنر تر سره کړه، خو مسلمان ورته خوشحاله دی هر څوک په خپل کلې او قریه کې لس لس ځایه شوي، ټول وطن خو لا پرېږده چې سل قسمه قومي، سمتي، او فرقه ایزي شخړې د همدې خرابې مفکورې له امله را منځته شوي...

 نشنلېزم یعنې یو ستر امت ټوټه ټوټه کول...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک