No-IMG

بهلول دانا له هارون الرشید دنده وغوښته هغه ورته د بازار د کنترول مسوولیت ورکړ

عبد الرازق حبيبي

 

بهلول دانا له هارون الرشید دنده وغوښته هغه ورته د بازار د کنترول مسوولیت ورکړ

بازار ته لاړ

نانبای ته ورغی ډوډۍ یې چې وتلله وزن یې کم وه

د ژوند حال یې ترې وپوښت نو سختې ګیلې یې وکړې او د ژوند په ټولو مصیبتونو ګرفتاري یې ورته وویله

بل نانبای ته ورغی چې ډوډۍ یې وتلله پوره وه

چې ژوند خال یې وپوښته بیخي خوشاله او هېڅ غم یې نه درلود

بېرته راغی هارون الرشید ته یې له دندې استعفا وړاندې کړه

هغه ورته ویلې ولې خیریت خو دی؟

بهلول ورته وویل د داسې ځای کنترولر دې مقرر کړی یم چې له ما ډېر ستر کنترولر لري او چې څوک هم تخلف کوي هغه په ځان هم خبر نه وي او ښه سخت مجازات یې روان وي

نو ما ویل زما به څه کنترول او مجازات وي

اوس وخت کې دا د نانبای نه بلکې د هر پلورونکي حال دي

له بې کیفیته دوا نیولې تر جوس پلورونکي او هر جعلي او بې کیفیته څیز پلورونکي او خیانت کوونکي پورې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک