ایران د اوبو د ناسم مدیریت له امله په ډیرو اوبو عادت شو او د اوبو ضایعات یې نادیده وګڼل
ایران په تیرو ۴۰ کالو کې تقریباً هر کال د ۳ څخه تر ۴ میلیارد متر مکعب اوبو پورې د افغانستان څخه ترلاسه کړي، چې تقریباً هر کال ۵۰۰٪ سلنه د ټاکلي کچې څخه زیاتې اوبه ورغلي.
ایران د اوبو د ناسم مدیریت له امله په ډیرو اوبو عادت شو او د اوبو ضایعات یې نادیده وګڼل.
اوس چې وچکالي راغله، د اقلیمي بدلون اغیزې را ښکاره شوې، او هامونونه وچ شول، نو ګوته افغانستان ته نیسې چې ولي اوبه کمې دي.
ایران د سستان خلکو سره همیشه د مور میري چلند کړی او پایداره زیربنایې کارونه یې ندي کړي. اوس چې هلته د خلکو د پراخه غبرګونونو سره مخ دی نو غواړي ملامتیا د ځان څخه لیري کړي.
ډیرې اوبه ترینه تبخیر کیږي، په ګرمو ځمکو کې کانالونه تیر کړي چې کښت پکې ډیرې اوبه غواړي او غله یې کمه وي. بیا یې د پایپونو د لارې زهدان او زابل ښارونو ته د څښاک اوبه انتقالوي. د اوبو دا ناسم مدیریت د دې لامل شو چې بحران رامنځته کړي چې اوس ایراني چارواکي نه خپله غلطي مني او نه یې په حل لاره پوهیږي.
