No-IMG

افغانستان کې ديرش سلنه اوبه ښکته تللي

عبد الحميد جليلي

 

د پخوانيو ارقامو په اساس افغانستان د زمکې لاندې 75 مليارده متره مکعبه اوبو زيرمي لري ، چي له بده مرغه اوس ولس په زياتو برخو کې لمريزي تختي لږولي او په غير مسلکي او له حد څخه زياتي اوبه ويستل کيږي ،

ومخلوقه! دا ډول عمل په پرمختللو هيوادونو کې کفر مطلق دي، د سيندونو اوبو مدريت غم کوي يقين وکړي چي کلو ، باڼډو او ښارونو کې به اوبه د لاسه ورکړی .دلته مشکل دا دی چې څوک پري سر نه خلاصوي!

اوس هم ديرش سلنه اوبه ښکته تللي ، په اکثرو ځايونو کې چيني ، کاريزونه او څاګان وچ شوي!

يو خوا اقليمي بدلونونه او وچکالۍ او بل لوري ته دغه ډول کړنې!

په ښارونو کي حوضونو، موټر شويانو ، معدني اوبو کمپنيو او زمونږ کورونو کې د ابو تر حده زيات استعمال د ابو سطحه ټيټه کړه او بل لوري ته ډاګونو کي لمريز تختو زيات استعمال ورځ تر بلې دا موضوع نوره هم پيچلې کوي!

اوسني چارواکي بايد دغه موضوع ته جدي توجه وکړي او تاسو يي هم بدرګه کړي!

څوک چې دغو اوبو استفاده کوي بايد په نړي کې مروج قطريي ابو خور سيستم پرته اجازه ورنکړل شي ، دا د ټول ملت او راتلونکي نسلونو حق کې ظلم او جفا ده!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک