ملت او امت؛ تحريکي زاويه!
په افغانستان کې د اسلامي نهضت د پيل په مشرتابه کې اصلاً قومي تفکر ځاى نه درلود، په دغه پاک نهضت کې پښتانه، تاجيک، ازبيک او نور په نظرياتي بنيادونو راټول شوي وو، خو کله چې نهضت د بېلابېلو عواملو له امله وويشل شو او د نهضت پر بستر تنظيمونه خواره شول سره له دې چې دوى د شوروي پر ضد د خپلواکۍ مبارزه د شورويانو د ماتولو په حد کې بريالۍ کړه خو د نجيب تر سقوط وروسته ډېرى يې له نظرياتي افقه د قومي ژورو په تيارو کې روان شول، دا د اسلامي نهضت ډېره ژوبله مرحله وه.
اسلامي تحريک او د امت تصور!
کله چې د اسلامي ويښتابه او اسلامي حرکت خبره کېږي نو هلته بيا طبيعاً له څو خبرو سره تعامل ته اړتيا پيدا کېږي، لومړنی هغه يې ارماني حالت دی، دا لرليد يا وېژن دی چې اسلامي حرکت يې د خپل سټراټيژيک راتلونکي لپاره ټاکي، د اسلامي حرکت له ادبياتو که نړيوالتوب وويستل شي نو بيا مطلب دا چې اسلامي حرکت د دين د تحريف يوه پروژه ده، ټول هغه حرکتونه چې ځانونه اسلام ته منسوبوي خو د امت قضيه شنډوي، او اسلام په شخصي سليقو او سرحدونو کې ايساروي هغوی د تناقض ښکار دي، هغوی به هيڅکله قاطعيت ونه لري، هغوی به تل متزلزل وي، هغوی به هيڅکله د ايډيالوژۍ لپاره له سواليو پاک بنسټ و نه لري، ځکه هغوی مجبور دي چې ديني مفاهيم له سره وټاکي، کوم ارزښتونه چې د دوی له سليقو سره جوړ نه دي هغه به غورځوي او نور به رااخلي او دين دا توږل او دا نيم ايمانونه نه مني.
نړيوالتوب او امتيت د اسلام ځانګړنه ده، دا ځانګړنه څوک له اسلامه نه شي اخېستلی، امت يو ارماني حالت دی او دا به د اسلامي فعالينو او اسلامي نهضتونو په ادبياتو او ټرمينالوژيو کې وي، خو ستونزه دا ده چې زمونږ د وطن اسلامي ډلو له دې ارمان سره د تعامل لپاره کوم چلند غوره کړ او پر کومو لارو لاړل؟ دا خبره مهمه ده، د ستونزې غوټه دلته کلکه شوې، اسلامي حکومت په هوا کې نه شي جوړېدای، داسې نه شي کېدای چې زه اوسېږم په کابل کې، يو فرد يم او يوه ډله يم، خو د نړۍ لپاره پر اسلامي حکومت کار کوم، د سعودي د بډای ولس د اقتصادي منابعو د مديريت پر طرحه کار کوم، د افريقا د غريبو مسلمانانو د فقر لپاره اقتصادي برنامې طرحه کوم او ټول غم او هم مې په نوره نړۍ خپور وي، دا له واقعيتونو تېښته ده، دا د عمل په ميدان کې ماته ده، دا د عمل لپاره د اجنډا او فعاليتونو نه شتون دی، دا له مسئوليتونو فرار دی او دا د اسلامي کار له طبيعيت سره ضد دی.
اسلامي حرکت او ملي سوچ!
د اسلامي تحريکونو د اهدافو يو ډول وېش چې ډېر مشهور دی او فرد، کورنۍ، ټولنې، ملت او امت او نړيوال سيادت پر کټګورۍ څرخي همدا له زمکنيو واقعيتونو سره د تعامل مجالونه دي، ملي پاتې کېدل او خپل ملت کې کار کول د اسلامي حرکت د اهدافو یوه ستره مرحله ده، د دې مرحلې له طی کولو پرته امت او نړیوال سیادت ته رسېدل ممکن نه دي. زه که په افغانستان کې د خپل ملت لپاره کار ونه کړم، زه که خپل ملت نېکمرغه نه کړم او زه که دلته په سياسي، اجتماعي او اقتصادي ميدانونو کې ناکام يم نو د نړۍ لپاره به ولې ماډل يم؟ دغسې خلک ارمانګرا دي، دوی هوا ګزوي او دوی ځانونه غولوي.
پرون چې په هجرت کې اسلامي تنظيمونو کوم نړۍ ليد درلود او په تنظيمي ادبياتو کې يې همدا شعارونه وو چې ځو به بخارا ته او ثمر قند ته او بيا به پر فلسطين راتاوېږو، دا ټول ملتونه به له اسارته خلاصوو او ورته به اسلامي حکومتونه جوړوو، او پای مو وليدل چې دوی په کابل کې څنګه ښه اسلامي حکومت جوړ کړ؟ علت يې دا وو چې دوی يوازې ارمانګرا وو، د واقعيتونو سره يې تعامل ونه کړ، يواې د جنګ په تجربه مغرور وو، د تر جنګ وروسته مرحلې لپاره يې اصلاً تياری نه درلود، دوی په شعارونو مخکې لاړل او پر واقعيتونو پر زمکه وغورځېدل...
اسلامي حرکت څه بايد وکړي؟
که اسلامپالي په قومي داعيو کې ايسارېږي دا نشنيلېزم نه دی، دا فاشېزم دی او بيا به همدا فاشېزم دوی معدوموي، هر څوک چې اسلامي نظرياتي بنسټ لري بايد له قومي داعيو راووځي او په ټولو قومونو کې د ارزښتونو په بنياد کار وکړي، قومي بندونو ته ستنېدل نه خو د اسلام غوښتنه ده او نه د ملتپالنې او وطنپالنې. اصلاً پر ارزښتونو د پښتنو، تاجکو، ازبکو او ټولو قومونو راټولول شهکاري ده...
اسلامي حرکتونه بايد خپل ارمانونه او وېژن په خپلو ترمينالوژيو او ادبياتو کې ژوندی وساتي، خپل اعضا بايد د امت پر مفهوم او مسلمانانو پر اخوت پوه کړي، خو د امت او نړيوالتوب لپاره يې بايد په فضا کې ځوړند نه کړي، بلکه له زمکنيو واقعيتونو سره د تعامل پر ټول منطق يې پوه کړي، دا ور وښايي چې ته په کوم ځای کې تبعه يې هملته بايد کار وکړې، د همدې ځای ملت او وطن درباندې تر بل هر ځای مخکې حق لري، د اوس لپاره اسلامي نړۍ لید، ادبیات او ترمینالوژي درسره یاد وساته او کله چې د امت لپاره د عملي قدم وخت راورسېد نو بيا به هلته پر ګډ فورم د اسلامي نړۍ مشران کار وکړي.
