No-IMG

واکمنو، علماؤ او مشایخو ته

   سلیمان بن حنظله رحمه الله وایي : موږ أُبي بن کعب رضي الله عنه ته ورغلو چې خبرې او مجلس ورسره وکړو، د مجلس په پای کې چې کله هغه ولاړ شو موږ هم ورسره ولاړ شوو او له شا ورپسې روان شوو، په دې وخت کې عمر بن الخطاب رضي الله عنه ولیدلو، نو راغی او ابی بن کعب ته یې خپله دُره پورته کړه، هغه يې په دُره واهه، سلیمان وايي ابی په لاسونو له دُرې ځان ساته! او عمر ته یې وویل : اې د مومنانو امیره! څه بد مو کړي دي او څه وکړو؟ عمر ورته وویل : ته نه وینې چې دا خلک درپسې روان دي؟! دا کار د هغه چا لپاره فتنه ده چې خلک ورپسې روان یي او د ورپسې روانو خلکو لپاره سپکاوی دی! (سنن الدارمي، د درة عمر په حواله)

    د الفاروق عمر خبره له حکمتونو ډکه ده، رښتیا هم چا پسې چې یو لښکر خلک روان یی؛ هغه د غرور او تکبر په فتنه اخته کیږي او له شا ورپسې روان خلک سپک او چاپلوسان ډوله ښکاریږي، بناء عنوان کې یاد حضرات دې دا عمري حکیمانه وصیت عملي کړی، چې دوی حضرات له فتنو او ورپسې روان .. له سپکاوي خوندې شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک