مونږ د نړۍ له صنعتي او ساينسي انقلابونو له پېشرفته ډېر لرې پاتې یو
په اروپا کې ۲۵۰ کاله مخکې صنعتي او ساینسي انقلابونو سره رزاعتي او کلاسیک اقتصاد په صنعتي او ماډرن اقتصاد تبدیل شو. تېرو ۵۰ کلونو کې چې پر افغان ملت پردۍ جګړې تپل شوې وې، نورو هیوادونو د نړۍ له پېشرفت سره سم ځانونه له زراعتي اقتصادونو څخه صنعتي اقتصادونو ته وویستل. د بزکرۍ پر ځای یې اساسي تمرکز صنعت او تجارت ته واړاوه.
په دې برخه کې له استعمار او جګړو څخه وروسته آسیايي هیوادونو هم ځانونه نړۍ سره عیار کړل. دا چې وروسته د سوېل شرقي آسیا هیوادونو او جاپان د آسیا پړانګان یاد شول، کمال یې همدا اقتصادي فکر ؤ.
جاپان او امریکا نن ۲٪، چین ۱۸٪ او د آسیا نور هیوادونه له ۲۰٪ ښکته رزاعتي دي. دوی ټول له ۸۰٪ زیات صنعتي اقتصادونه جوړ شوي دي.
مونږ د نړۍ له دې پېشرفته ډېر لرې پاتې یو. د دې وروسته پاتې والي بنیادي سبب جګړې او نا امنۍ وې. تاسي د آسیا د پړانګانو تاریخ ولولئ، تر هغې یې اقتصاد نه دی جوړ شوی تر څو چې یې له بریتانوي استعمار څخه آزادي نه ده اخستې. له آزادۍ سره امن او ثبات راځي. ثبات یو هیواد ته د ښه اقتصاد او پرمختګ ارمغان راوړي.
مونږ اوس د قوشتېپې پر کانال، د اوبو په بندونو او انرژۍ په تولید کار پیل کړی. دا له صفري نکتې پیل دی. لومړی به زراعتي اقتصاد جوړوو او بیا به یې په صنعتي بدلوو. مونږ لږ تر لږه یوه پیړۍ وروسته پاته یو.
مونږ شپه او ورځ کار ته اړتیا لرو چې د نړۍ پېشرفت سره ځان برابر کړو.
