ليکنې
د ويښ او ويده ملتونو توپير!!!
د يو تورپوستی امريکايي په مرګ ټوله امريکا کې لاريونونه روان او سپينه ماڼۍ يى محاصره کړى ده، او د امريکا له ډيرو ښارونو نه يى لکه د سوريې، عراق، او... په شان دى يوه کس تور پوستي چى له خپلى کورنۍ آخواء هيڅ چا نه پيژانده اورونه بل کړي، ويښ او ژوندۍ ملت داسې وي چې سپين پوستۍ له تور پوستي نه يو قدم وړاندى دى هر څه خطر په ځان اخيستۍ او د عدالت غوښتنې لپاره يى په سرکونو شپې صبا کوي، مونږ ته مرګ په کار دی، چې د ډاکترصيب نيازى په شهادت فقط په خالي غمرازى خپل احساس او وجدان غلۍ کوو؟
زمونږ ضعيفه عقيدې يى وزن کړي چى د خداى په کور کې د غره پشان دروند نيازى شهيد ته لکه ښځه په کور کى ناست او جنتونه غواړو؟؟؟
هغه څوک چې ددې وژنو شاته ناست او د منار غوندې څيرې دې وژني په دې پوهيږئ چې احساس، وجدان او ...
نور ولوله
جورج فلویډ ته د ژوند وروستیو شېبو کې څه پېښ شول؟
د پولیسو نظارت کې د یوه افریقايي توکمه امریکايي مرګ پسې متحده ایالتونو کې پراخې مظاهرې پیل شوې.
مظاهره چیانو د سپینې ماڼۍ مخ ته هم مظاهره وکړه او د امریکايي رسنیو د رپوټ له مخې ولسمشر ټرمپ تېره شنبه او یکشنبه سپینه ماڼۍ کې هغه پټنځي ته لېږدول شوی چې د ترهګریزو بریدونو پرمهال کارېږي.
۴۶ کلن جورج فلویډ د میناسوټا ایالت په میناپولیس کې له دوکان بهر د پولیسو له خوا تر نیول کېدو وروسته مړ شو.
د مۍ پر ۲۵ د نوموړي د نیولو انځورونه ښيي چې سپین پوستی پولیس ۴۴ کلن ډریک چایوون د فلویډ پر مرۍ ګونډه ږدي، چې پر ځمکه غورځول شوی دی.
ښاغلی چایوون له هغه راهیسې پر وژلو تورن دی.
...
نور ولوله
پروني کمونستان او ننني امريکايي نوکران مو د سر شخصيتونه راڅخه اخلي
انا لله وانا اليه راجعون!
د خلقيانو وختونه ډېر پخوا نه وه. ښه مو په ياد دي چي کمونستي اربکيانو به په ملکي جامو کي مولونه وهلي د شپې به کورو ته ننوتل، وحشتونه، تجاوزونه، انسان تښتوني او غلاوي د مجاهدينو په نامه کول، جنايت به کمونستانو وکړ لعنت به خلگو پر مجاهدينو وايه.
اوس هم همدا لوبه روانه ده، پروني کمونستان او ننني امريکايي نوکران مو د سر شخصيتونه راڅخه اخلي خو د طالب په نامه. جنايت او دهشت به وسي، طالب به خبر نه وي، د خلقيان او غني خياطان به سمدستي هغه جنايت طالبانو ته منسوب کړي. تاسو څېړنه وکړل، دهشتگر مو ونياوه او هغه اقرار وکړ چي دا کار ما وکړ؟
د افغانانو امنيت، خصوصآ ددې مشرانو امنيت د دولت پر غاړه دی، دولت خپل مسؤليت ندی عدا کړی، خصي اسد ...
نور ولوله
اخ استاده ! ته هم لاړې
استاد به د اسلام ، افغانستان او نړی تاريخې پیښې داسې بیانولې چې تابه فکر کاوه په صحنه کې حاضر يې ،
کله يې هم کتاب په لاس کې ونه نیو،
که به دې داسلام تاریخ یا نړی یا افغانستان په اړه وپوښت نو داسې ځواب يې درکاوه چې تابه فکر کاوه دعینې صحنې شاهد دی
هغه مې تقریبا له 28-30 کلونو راهیسې پیژاند
هغه د استادانو استاد وو
هغه د نسلونو استاد وو
په لسگونو زره شاگردانو کې به څوک هم ترې بده خاطره ونلري
هغه دې ولس ته په زرګونو ميوه لرونکي نیالګي ورزول او نن يې ولس په ډیرو ځایونو کې د آرام او هوساینې ساه اخلي
ما کله هم داستاد غوسه ونه لیدله
او نه م...
نور ولوله
آزاد بحث
افغانستان کې د سیاسي احزابو او تحریکونو ورو ورو د غیر موثریتوب راز همدې کې ده چي تشکیلاتي سمون او بدلون نه مومي بل طرف له زمان او حالاتو سره بدلون ته زړه نه ورکوي که ډډه هم ورکړي نتیجه مثبته نه وي یا لا مخ په زوړ شي او یا دومره تر پردیو وتړل شي چي د خپل هیواد ، ولس او حتی د خپل ځان په ارتباط هم سالمه،ملي او خودمختاره پریکړه نشي کولاي پدې کودتاي حالت زموږ د هیواد کیڼ اړخي (کمونستان) ، ښیي لاسي یا ښي اړخي( اسلامي احزاب او تحریکونه) دیموکراتان او سیکولران سیاستوال ټول اخته وو او دي.
ګوندونه او ډلې چی کوم شعار بدرګه کوي تر یوخت ډیر ښه وچلیږي خو د مبارزې زمان او وخت یې چي تیر شي یا یې د شتون هغه اړتیاوې پوره شي یا خپله ګوندونه او تحریکونه مسیر بدل کړي او یا ...
نور ولوله
